د کمپوټر ساینس پوهنځي ډیپارټمنټونه
د کمپيوټر ساینس پوهنځي ۴ ډیپارتمنتونه لري. د څلورو ډیپارتمنتونو څخه درې (د سافټویر انجینري ډیپارټمنت، د معلوماتي ټکنالوژۍ ډیپارټمنت، او د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت) فارغ ورکوونکي دي او محصلین په مربوطه مختلفو برخو کې روزي. څلورم ډیپارټمنت (د کمپيوټر ساینس ډیپارټمنت) په خپلواکه توګه محصلین نلري، په لومړیو دوه سمسټرونو کې په عمومي مضامینو کې فعاله برخه لري او دمخه چمتو شوي او په بازار کې موجود پرګرامونه د مرستندویه مضامینو په توګه د کابل پوهنتون پوهنځیو ته تدریس کوي.
- د سافتویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ
- د معلوماتي تېکنالوژۍ ډيپارټمنټ
- د معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ
- کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ