کمپیوټر ساینس پوهنځی
الف: د کمپيوټر ساینس ډیپارټمنت پېژندنه
دا ډیپارټمنت په خپلواکه توګه محصلین نلري، په لومړي کال کې په عمومي مضامینو کې فعاله برخه لري او دمخه چمتو شوي او په بازار کې موجود پرګرامونه د مرستندویه مضامینو او پوهنتون شمول په توګه د کابل پوهنتون پوهنځیو ته تدریس کوي.
ب: د ډیپارټمنت د زده کړې موخې
دا ډیپارټمنت، د کابل پوهنتون په نورو پوهنځیو کې د کمپيوټر د عامو او لومړنيو مهارتونو زده کړه د خپلې زده کړې موخې په توګه ټاکلي دي ترڅو د پوهنتون د پوهنځیو محصلین د خپلې مربوطې څانګې په تخصصي پوهه او مهارتونو سربېره، په کمپيوټر څانګه کې هم لومړني مهارتونه او پوهه ولري.