د کابل پوهنتون ستراتیژیک پلان

بسم الله الرحمن الرحیم

سریزه:

کابل پوهنتون د تأسیس کال څخه تر دې دمه له ډېرو لوړو ژورو سره همهاله د ټولنې علمي اړتیاوو ته د ځواب ویلو، د معیاري پوهې د تولید او خپرولو برخو کې فعال نقش لري. د پوهنتون رهبرۍ  د ستراتیژیک پلان کمېټې سره د همکارۍ په موخه له ۱۴۰۱  تر  ۱۴۰۵ لمریز کال پورې "ستراتیژیک پلان” تدوین کړی. په دغه پلان کې د اسلامي احکامو، ملي مصالحو او لوړو زده کړو وزارت اهدافو په رڼا کې د لید لوري، مأموریت، ارزښتونو، اهدافو، د داخلي او بهرنیو عواملو تحلیل، د ستراتیژیو جوړښت او انتخاب او په پای کې عملیاتي پلان او د څارنې او ارزونې مکانیزم شامل دي چې د ټولنې غوښتنو ته د مؤثر ځواب ویلو زمینه برابره کړي.

لیدلوری او مأموریت

کابل پوهنتون په پام کې لري چې د تعلیم، څېړنې، تحصیلي خدمتونو برابرولو او عملي علم د ترویج له لارې له نړیوالو معیارونو سره سم د تخصصي او مسلکي علم د تولید او انکشاف برخو کې په ملي او نړیواله کچه د یو معتبر علمي نهاد په توګه لا زیات وځلیږي.

کابل پوهنتون له نویو امکاناتو او عصري  تکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د تعلیمي، تحصیلي، علمي- څېړنیزو خدمتونو په وړاندې کولو د باثباته انکشاف، د تخصصي او مسلکي کادرونو روزنې او د ټولنې د اړتیاوو برابر څېړنو په ترسره کولو سره په ملي او نړیواله کچه د هېواد د لومړني پوهنتون په حیث پېژندل کیږي.

 اساسي ارزښتونه

  1. د اسلامي احکامو او ملي ارزښتونو پیروي او ساتنه کول؛
  2. د علم په خپراوي سره د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل؛
  3. په نړیواله کچه علمي مقبولیت لرل؛
  4. باکیفیته روزنیز،څېړنیز، تخنیکي او مشورتي خدمتونه وړاندې کول؛
  5. د علمي سیالۍ روحیه پياوړې کول؛
  6. د نړیوالو علمي- څېړنیزو همکاریو پراختیا؛
  7. محصلینو سره دوامداره او هدفمندې اړیکې ساتل؛
  8. د علمي نوښت او خلاقیت روحیه پېاوړې کول.

ستراتیژیک اهداف

  1. د علمي- څېړنو انکشاف، د پوهې تولید او نوښت؛
  2. د رهبرۍ او ادارې غوره والی، د مؤثرو اداري سیستمونو رامنځته کول او له فساد سره مبارزه؛
  3. د مختلفو تحصیلي دورو د نصاب تدوین، انکشاف او کره کتنه؛
  4. د کیفیت لوړول، په ملي او نړیواله کچه د اکادمیک اعتبار ساتنه؛
  5. د بریښنایي زده کړو پراختیا او ښه والی؛
  6. د زیربناو انکشاف او ښه والی؛
  7. د علمي کادر غړو، کار کوونکو او محصلینو ظرفیت لوړول؛
  8. د علمي- څېړنیزو برنامو او پالیسیو کره کتنه؛
  9. په ملي، منطقه یي او نړیواله کچه له علمي- فرهنګی مرکزونو سره د همکارۍ د پرمختګ زمینه برابرول؛
  10. د تحصیلي چاپېریال انکشاف، ښه والی او محصلینو ته د خدمتونو ارائیه کول.

ستراتیژیانې:

  1. په کابل پوهنتون کې د ټولو اسلامي او اداري اصولو پلي کېدل؛
  2. کابل پوهنتون ته د کانکور د ممتازو نوماندانو د جذب زمینه برابرول؛
  3. د ټولنې د اړتیاوو سره سم د مسلکي-تخصصي روزنې په موخه د ماسترۍ او دوکتورا برنامو رامنځته کول او پراختیا؛
  4. د څېړنیزو مرکزونو رامنځته کول، د ملي او نړیوالو علمي څېړنو وده او پراختیا؛
  5. له مختلفو موډلونو څخه په استفادې سره د تحصیلي نصاب پراختیا او کابل پوهنتون د هېواد، سیمې او نړۍ د معتبر علمي بنسټ په توګه ځلول؛
  6. داستاد او محصل د (۱.۲۵) نسبت له مخې  له کمي او کیفي طرز سره سم د علمي کادر اعضاوو پیاوړتیا؛
  7. د کابل پوهنتون د سکالرشیپونو له لارې  د بیرونیو محصلینو د جذب زمینې د آسانتیا په موخه په ملي او نړیوالو ژبو د تحصیلي خدمتونو وړاندې کول؛
  8. د اسلامي او ملي لویو پالیسیو د تدوین په موخه د ټولنې له اړتیاوو سره سم په مختلفو علمي حوزو کې د څېړنیزو ټیمونو رامنځته کول؛
  9. د کابل پوهنتون د ټولو کارمندانو ترمنځ د همغږۍ او خواخوږۍ د رامنځته کولو اړوند فرهنګي- ټولنیزو برنامو ته خاصه پاملرنه کول او په پای کې د هېواد د ټولو قشرونو او صنفونو ترمنځ د همغږۍ او خواخوږۍ فضا رامنځته کول؛
  10. پوهنتونونو ته په شفاف او عادلانه ډول د نوو علمي کادر غړو د جذب زمینه برابرول؛
  11. د کریډیټ سیستم د تطبیق پروسې له مخې د ننګونو او ستونزو تشخیص او ددې سیستم د غوره کارونې په موخه له معیاري نمونو څخه استفاده کول. 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: