د افغانستان د معلوماتو مرکز په کابل پوهنتون کې(ACKU)
د افغانستان د معلوماتو مرکز په کابل پوهنتون کې (ACKU) په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د نانسي دوپري له خوا د افغانستان د فرهنګي میراث د راټولولو او ساتنې په موخه، د (معلوماتو د شریک کولو له لارې ملت جوړونه) تر شعار لاندې تاسیس شو. دا مرکز دا وخت په سیمهییزه کچه د افغانستان اړوند له سترو څېړنیېزو او ارشیفي مرکزونو څخه شمېرل کېږي او د تاریخي او کلتوري ارزښت لرونکو اثارو یوه پراخه ټولګه يې راټوله کړې ده. د دې ټولګې د پام وړ برخه په چاپي، غږیزو او انځوریزو بڼو ډیجیټلي شوې او د څېړونکو لپاره د لاسرسي وړ ګرځول شوې ده.
د افغانستان د معلوماتو مرکز اساسي موخې د سواد د کچې لوړول، د علمي فعالیتونو اسانتیا برابرول او د څېړنې په برخه کې د تخصصي زدهکړو زمینه برابرول دي.
اوس مهال، د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) خپل فعالیتونه د درېیو مهمو پروګرامونو له لارې پرمخ وړي، چې عبارت دي له: کتابتون / ډیجیټلي ارشیف، د ځواکمن پروګرام او د اړېکو او څېړنې پروګرام.
پروګرامونه:
- کتابتون او ډیجیټلي ارشیف
کتابتون او ډیجیټلي ارشیف د افغانستان د معلوماتو مرکز له مهمو او بنسټېزو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي. په دې برخه کې تخنیکي کارکوونکي د اسنادو او سرچینو د راټولولو، فهرست لیکلو، سکن کولو او ډیجیټلي کولو دنده په غاړه لري. له دې پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، سرچینې د انلاین معلوماتي پایګاو له لارې د کورنیو او نړیوالو کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ ګرځي
سربېره پر دې، د محصلینو لپاره د کمپیوټرونو او انټرنېټ ته د لاسرسي سره سمبال د مطالعې یوه خونه او د استادانو او څېړونکو لپاره یوه مجهزه د څېړنې خونه په پام کې نیول شوې ده. د شته معلوماتو له مخې، هر کال له څلوېښت زرو څخه زیات کارووکي په حضوري ډول د افغانستان د معلوماتو مرکز ته مراجعه کوي، او تر درې میلیونو زیات کورني او نړیوال کاروونکي په انلاین بڼه د دې مرکز ډیجیټلي سرچېنو ته لاسرسی لري.
www.acku.edu.af/library/www.archive.af
- د تقنیني اسنادو ډیټابېس
د دې مرکز له تر ټولو مهمو برخو څخه یو د افغانستان د قوانینو او تقنیني اسنادو ډیټابېس دی. له څو کلونو پرلهپسې کار وروسته، د افغانستان تقنیني اسناد راټول شوي او د همدې ډیټابېس له لارې د عامو خلکو لپاره وړاندې شوي دي. دا ډیجیټلي معلوماتي پایګاه د اړینو ځانګړتیاوو او اسانتیاوو سره طرحه شوې او د افغانستان ټول تقنیني اسناد، د نظامنامو، فرمانونو، اصولنامو او نورور نافذ او غیر نافذ تقنیني اسنادو په ګډون، د دې پایګاه د لټون انجن له لارې په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو د ترلاسه کېدو وړ دي.
- د انځورونو ټولګه / Photo Collection
د افغانستان د معلوماتو مرکز د انځورونو ټولګه له ۱۸۸۰ میلادي کال څخه د ۲۰۰۰مې لسیزې تر لومړیو پورې وخت رانغاړي. دا انځورونه په لومړی سر کې د سلایډونو په بڼه راټلو شوی او وروسته ډیجیټلي شوی، فهرست لیکل شوي او د مرکز په ډیټابېس کې ثبت شوي دي. د افغانستان د معلوماتو د مرکز ډیجیټلي انځورونو ټولګه د څېړنیزو وسایلو په توګه طرحه شوې ده او کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې دغو بې سارو تاریخي او کلتوري سرچینو ته لاسرسی ولري.
هره ټولګه او هر انځور د خپل منځپانګې او ارزښت په اړه لنډ معلومات وړاندې کوي او د افغانستان د تاریخ د پېژندنې او د بوم پېژندنې د مطالعې لپاره زمینه برابروي. تر اوسه پورې له دې ټولګې څخه له اوو زرو څخه زیات سلایډونه ډیجیټلي او فهرست يې لیکل شوي او د انلاین له لارې د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ ګرځول شوي دي.
www.ackuimages.photoshelter.com
- ځواکمن پروګرام
ځواکمن هغه پروګرام دی چې د کتابونو د خپرولو، د کتابتونونو د جوړولو او پراختیا، او د کتاب لوستلو د فرهنګ د رواجولو لپاره کار کوي. د دې پروګرام له مهمو دندو څخه یوه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د مرستندویه تعلیمي کتابونو چاپ او وېش دی. دغه پروګرام له شلو کلونو څخه زیات فرهنګي-تعلیمي فعالیتونه په خپل کاري ریکارډ کې لري.
له ۱۹۹۶ ملادي کال څخه بیا تر اوسه پورې، د دې پروګرام له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۸۸ کتابتونونه جوړ شوي او له ۴۵۰ څخه زیات عنوانه کتابونه يې په ملي او محلي ژبو چاپ او وېشل شوي دي. همدارنګه دغه پروګرام د هېواد څخه بهر د کډوالو لپاره د ماشومانو د ځانګړو کتابونو یو انلاین پلاتفارم جوړ کړی دی، چې مینه وال کولای شي د ماشومانو ادبیاتو په ځانګړي ډول کېسو او شعرونو ته لاسرسی ولري او دا کتابونه په خپلو مورنیو ژبو ولولي.
د ترسره شوو څېړنو له مخې، هر کال له یو نیم میلیون څخه زیات کسان د ځواکمن پروګرام تر پوښښ لاندې کتابتونونو څخه په ټول هېواد کې ګټه اخلي، دغه پروګرام د سواد د پیاوړتیا او سواد زدهکړې لپاره هم د هغو لویانو لپاره چې له رسمي زدهکړو بېبرخې پاتې شوي د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې تر اسوه اغېزمن کارونه ترسره کړي دي.
- د څېړنې او اړېکو څانګه
د افغانستان د معلوماتو مرکز د څېړنې د میتودولوژۍ، انتقادي تحلیل او کاډمیکو لیکنو په برخه کې د محلي زده کوونکو د روزنې له لارې د دې برخې د مینه والو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی. د څېړنیزو کارونو لپاره د زمینه برابرولو او اسانتیا رامنځته کول او د اکاډمیکو څېړنو ترویج د مرکز له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره، مونږ نه یوازې دا چې د محصلینو ترمنځ د څېړنیزو مهارتونو د پراختیا په هدف اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي، بلکې د څېړنې د میتودونو په اړه د سیمینارونو او روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو او د پوهنتونونو د استادانو د څېړنیزو کارونو په کوربه توب سره مو استادانو، څېړونکو، محصلینو، ښوونکو او نورو مینه والو ته دا فرصت برابر کړی دی، چې له دغو څېړنیزو امکانانو او ظرفیتونو ګټه واخلي.
همدارنګه د افغانستان د معلوماتو مرکز د څېړنیزو پروژو د پلي کولو په موخه د هېواد دننه او بهر له څېړنیزو بنسټونو سره فعاله همکاري لري. د ویناوالی د فن صنفونو پیل، د افغانستان د معلوماتو مرکز د کارنرونو جوړول په ځانګړي ډول د مرکز او ولایتونو په پوهنتونونو کې او د وېب سایټونو او انلاین پلاتفارمونو له لارې د دې مرکز د شته سرچینو د کارولو د لارو چارو پېژندنه هغه نور فعالیتونه دي چې د اکاډمیکو بنسټونو او همکارو موسسو په همکارۍ عملي کېږي.