د سافتویر انجینیرۍ ډيپارټمنټ
الف: د سافټویر انجینري ډیپارټمنت پېژندنه
په دې کې هیڅ شک نشته چې کمپيوټر او د هغه پرګرامونه ډېرې ګټې لري او هیڅوک د هغوی ګټو څخه سترګې نه شي پټولی. له همدې امله نن کمپيوټر او د هغه پرګرامونه د انسانانو د ژوند په ټولو برخو کې په پراخه توګه رواج شوي دي او د هغوی کارونه ورځ په ورځ زیاتېږي. زموږ په ګران ملک کې هم په امارتي او خصوصي ادارو کې له کمپيوټر او د هغه پرګرامونو څخه کار اخیستل کېږي. د دې پرګرامونو یوه برخه عمومي بڼه لري او په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او د نړۍ مشهورو شرکتونو لخوا جوړېږي. خو ځینې ځانګړي پرګرامونه چې امارتي او خصوصي ادارې ورته اړتیا لري غوره ده چې په یو ملک کې تولید شي. دا ځانګړي پرګرامونه کله چې په داخلي توګه تولید شي کولی شي چې په محلي ژبو وي، د هرې برخې واقعي اړتیا په پام کې ونیسي، او همدارنګه په راتلونکې کې په اسانۍ او لږ مصرف سره تازه (Update) شي. زموږ په ګران ملک کې لا هم دا ځانګړي پرګرامونه ډېرۍ له بهر څخه په ډېر مصرف راوړل کېږي.
نو له دې امله دا اړتیا احساس کېږي چې کمپيوټري سافټویرونو جوړولو په برخه کې مسلکي کسان وروزل شي. همدارنګه د عالي تحصیلاتو وزارت ستراتیژیک پلان کې د سافټویرونو کارولو ته د چارو د اسانتيا لپاره اشاره شوې ده. په اوسني شرایطو کې ځکه چې دا سافټویرونه له بهرنیو شرکتونو څخه پېرل کېږي او اکثرا ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. د افغانستان د اړتیاو پوهیدل، همدارنګه د سافټویرونو کارول او ساتل، مسلکي کسانو ته اړتیا لري چې په اوږد مهال کې د مالي او امنیتي اړخونو له مخې په بهرنیو شرکتونو تکیه نشي کړای. له بلې خوا، د سافټویرونو تولید یو ډول صنعت دی چې فابریکې او خامو موادو ته اړتیا نلري. د یو سافټویر د تولید لپاره کمپيوټر، د پروګرام نویسې ژبه او مسلکي پوهه اړینه ده. موږ د دې کار لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا لرو چې د پروګرام لیکنې ژبو او د سافټویرونو د جوړولو او پراختیا تخنیکونو او میتودونو سره اشنا وي. که موږ په دې برخه کې مسلکي کسان ولرو نو کولی شو چې دا سافټویرونه په ملک کې تولید کړو او په تدریجي ډول د خامو موادو پرته صنعت زموږ ګران ملک ته جوړ شي.
په دې ملحوظ سره د سافټویر انجینري ډیپارټمنت په کمپيوټر ساینس پوهنځي کې تاسیس شو ترڅو سافټویرونو د جوړولو، ساتلو، او نوي کولو ساحو کې، د وخت اړتیاو سره سم، مسلکي کسان وروزل شي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. د دې ډیپارټمنت د علمي کادر د غړو شمېر پنځو تنو استادانو ته رسیږي چې یو تن یې د دوکتورا تر کچې او څلور تنه یې د ماسترۍ کچې تحصيلي درجې لري. ډیپارټمنت هڅه کوي ترڅو ټول علمي کادر غړي د دوکتورا تحصيلي درجې ترلاسه کولو ته ورسيږي. د دې ډیپارټمنت علمي کادر غړي په تدریس، څیړنه، تالیف او ژباړه سربېره د زده کړیزې پروګرام د پراختیا او نوښت مسؤلیت هم په غاړه لري.
ب: د سافټویر انجینري ډیپارټمنت د زده کړې موخې
د سافټویر انجینري ډیپارټمنت اصلي موخه، په کمپيوټري سافټویرونو د تولید، پراختیا او ساتنې برخه کې مسلکي کسان او کادرونه روزل دي. پرته له سافټویرونو څخه کمپيوټر هیڅ کار ترسره نشي کولی چې له همدې امله سافټویر انجینري په کمپيوټر ساینس کې یوه مهمه او اصلي برخه ګڼل کېږي.
نو د سافټویر انجینري ډیپارټمنت د زده کړیزې پروګرام تمرکز په سافټویرونو تولید باندې دی. په دې زده کړیزه پروګرام کې د سافټویرونو ټولې پړاوونه، لکه چمتو کول، ازموینه، کارونې ته اچول او د سافټویرونو د ښه کولو تخنیکونه، شامل دي. د دې لپاره چې کمپيوټري سافټویرونه د نننیو معیارونو سره سمون ولري، او له بلې خوا د بازار اړتیاو ته ځواب وي، په هغه کې هم له وسایلو او هم له تخنیکونو څخه کار اخیستل کېږي. له همدې امله مسلکي مضامین چې په دې ډیپارټمنت زده کړیزه پروګرام کې شامل شوي دي د پروګرام نویسې ژبو د زده کړې په توګه د کار وسیله، او د هغو میتودونو او تخنیکونو زده کړه چې د نننیو پیچلي سافټویرونو د چمتو کولو لپاره اړینه ده په توګه د کار میتود او لاره، په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه د سافټویرونو د کیفیت کنترول تخنیکونه او د هغو وسایلو او اوزارو کارول چې د امنیتي میکانیزم لرونکي سافټویرونه چمتو کړي په دې زده کړیزه پروګرام کې شامل دي.
د هرې څانګې او مسلک اصلي موخه دا ده ترڅو د همدې څانګې فارغین ذهني او مسلکي اړخ له مخې د وطن، خلکو او بشریت خدمت ته چمتو وي. له همدې امله په هر زده کړیزه پروګرام کې د فارغینو چمتو کول ذهني او مسلکي اړخ له مخې په لومړیتوب کې ځای لري. د سافټویر انجینري ډیپارټمنت زده کړیزه پروګرام د همدې اصل په پیروي سره پوهنتون شمول مضامین، اصلي مضامین، او تخصصي مضامین شامل دي.
په سافټویر انجینري ډیپارټمنت زده کړیزه پروګرام چمتو کولو کې د دې ډیپارټمنت استادانو فعاله برخه اخیستې ده او د دې زده کړیزې پروګرام اوسنی حالت د دې ډیپارټمنت د استادانو د هڅو پایله ده. په دې زده کړیزه پروګرام کې ډېر اهمیت د سیستماتیک سافټویرونو چمتو کولو ته ورکړل شوی دی. ځکه چې د نننیو پیچلي سافټویرونو چمتو کول یو پیچلي او اوږد پروسه ده او تحلیل، ډیزاین، پروګرام نویسی، ازموینه کول، کیفیت کنترول، مصرف اټکل، او د سیستم منابعو ته د سافټویر اړتیا محاسبه اړینه کوي. په همدې یاد شوي ملحوظاتو باندې دې ډیپارټمنت د سافټویر انجینري ډیپارټمنت په نوم یادېږي.
ت: د سافټویر انجینري ډیپارټمنت ليد
د سافټویر انجینري ډیپارټمنت اراده لري ترڅو د یوې علمي، معتبرې، اکادمیکې او څیړنیزې مؤسسې په توګه په کمپيوټري سافټویرونو د تولید او د متعهد او متخصص کادرونو د روزنې په برخه کې په ملک کې د کچې مخکښ وي.
ث: د سافټویر انجینري ډیپارټمنت دنده
د سافټویر انجینري ډیپارټمنت د خپل لید ترلاسه کولو لپاره په کمپيوټري سافټویرونو په علومو او پوهه کې د علمي او متعهد کادرونو د روزنې په اړه لاندې دنده لري:
-
د بنسټیزو او مسلکي تیوریو تدریس او د دې تیوریو تطبیق د موثرو میتودونو او تخنیکونو په کارولو سره په کمپيوټري سافټویرونو د تولید په برخه کې د کادرونو او مسلکي کسانو د روزنې لپاره چې تخنیکي، ذهني، او عملي وړتیا په تحلیل او د ستونزو د حل کولو کې د کمپيوټر په مرسته ولري.
-
د متخصص کادرونو د روزنې لپاره د زده کړې چاپېریال چمتو کول چې د کمپيوټر او مختلفو کمپيوټري سیستمونو په کارولو کې د مسلکي، قانوني، ټولنیزو او اخلاقي مسؤلیتونو د ترسره کولو وړتیا ولري، د احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره، د بشري ټولنې د مختلفو برخو سره د همکارۍ رامنځته کولو، او د ټکنالوژۍ او کمپيوټري سیستمونو د عامه رفاه لپاره په خدمت کې ځای پرځای کولو وړتیا ولري.
-
په کمپيوټري سافټویرونو د تولید په برخه کې د ملک او ټولنې د علمي او اقتصادي وړتیا لپاره د علمي څیړنو ترسره کول.