د معلوماتي تېکنالوژۍ ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د تېرو پينځه ويشتو کلونو پرمختګ د دې سبب شوی چې د کمپوټر په علم کې د مسلکي اشخاصو له‌پاره غوښتنې زیاتې شي او په پایله کې دا اړتیا حس شوې چې د معلوماتي تېکنالوژۍ رشتې له‌پاره یو ټاکلی اکاډميک پروګرام په پام کې ونیول شي. په دې برخه کې پراختیا دې سبب ګرځېدلې چې په معلوماتي ټېکنالوژي او مخابراتي رشته کې مسلکي کسان ورزول شي. دا چټکه وده په کمپیوټري شبکو، بې‌سیمه شبکو، انټرنېټ، وېبپاڼو او تطبیقي پروګرامونو کې د تخنیکي پرمختګونو له امله رامنتځته شوی دی. په داسې حال کې چې د کمپوټر ساینس او د کمپیوټر انجینیرۍ په څېر پروګرامونو زده‌کړه د دې نویو روشونو ځواب‌ویونکي دي؛ خو پر دې برخو عمل کول یو څه تت دی. په پایله کې د کارکوونکو استخداموونکي دې ستونزې ته ځير شول او غوښته یې وکړه چې د دې څانګې فارغان په مستقیمه بڼه د دوی اړتیاوې نه‌شي پوره کولی؛ نو باید نوې څانګې رامنځ ته شي، چې دې غوښتنو ته ځوابویونکي وي. د بېلګې په توګه د کمپیوټر ساینس او د کمپیوټر انجینیرۍ په څانګو کې ډېری زده‌‌کړیز پروګرامونه د سیسټم او شبکو د ادارې عملي او مشخص مهاروتونو پر زده‌کړو تمرکز نه کوي؛ په داسې حال کې چې دا د ډېریو ادارو یوه اړتیا ده، چې دا کسان د معالوماتي ټېکنالوژۍ د بنسټونونو د کنټرول وړتیا ولري او کنترول یې کړي. په ورته وخت کې د وېبپاټو په پراختیا کې پر اړین مهارتونو او فرصتونو بحث نه کېږي؛ چې په انټرنیټ کې شته او حتا د موضوعاتو ډېر تیوریکي ماهیت او د کمپیوټر ساینس پر تیوریکي پروګرامونو ډېر ټينګار د دې سبب ګرځېدلی چې د دې څانګې فارغان د موسسو د کاري کړنو په معلومات ونه‌لري او و نه‌شي کولی اړین ملاتړ ترلاسه کړي. نن ورځ، اقتصادي سازمانونه او لوی، متوسط ​​​​او کوچني شرکتونه خپل معلوماتي ټکنالوجۍ او معلوماتي امنیت زیربنا سره خورا تړلي دي او د دې زیربناوو پیاوړتیا ته دېره لیوالتیا لري. د دې ډول موسسو لپاره د باور وړ او خوندي شبکو چمتو کول د سوداګريز بریالیتوب لپاره یو اړین عامل ګڼل کیږي.

د پورتنیو ټولو مواردو په پام کې نیولو سره په (۲۰۰۸ز) کال کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ډيپارټمنټ د کمپيوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د یو کلیدي او اساسي څانګې په توګه جوړ شو. د دې څانګې ماموریت دا چې د زده‌کړیالانو له‌پاره د معیاري زده‌کړو زمینه مساعده کړي، څو وکولی شي له خپل مسلکي پوهې او تحلیلي مهارتونو له مخې د ادارو د اړتیاوو پر اساس په بریالي ډول مناسبې حلارې چمتو او پلي کړي.

په ورته وخت کې دا ډيپارټمنټ هڅه کوي څو له نړيوالو پوهنتونو او شرکتونو سره د اکاډمېکې همکارۍ له لارې خپل زده‌کړیز نصاب لا ښه او معیاري کړي. د دې څانګې زده‌کړیز نصاب داسې جوړ شوی چې د افغانستان د نن او راتلونکي اړتیاوو ته ځواب ویونکی دی.

ب. زده کړیز موخې:

د دې ادارې بنسټیزه موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مسلکي کادرونو روزل دي. د دې څانګې نصاب هم همدې موخې ته متوجه ده او د دې موخې سره سم د نصاب د طرحې اصلي محور دی.هغه کسان چې له دې څانګې څخه فارغ شوی وي کولای شي په مختلفو ادارو کې لکه: د سیسټم مدیرانو، د شبکې مدیرانو، د شبکې انجینران، د شبکې متخصصین، د شبکې امنیت متخصصین، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییسان، معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتي ټکنالوژۍ مشاورین په توګه دندې ترسره کړي.

۱.لیدلوری:

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د نصاب او د منلو وړ معیارونو پر بنسټ د با کیفیته او اغېزمنو زده کړو په وړاندې کولو سره په ملي، سیمه اییز او نړیواله کچه د غوره شهرت رامنځته کول.
  • داسې کسان فارغول چې وکولای شي په ملي او سیمه ییزه کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونه او مسلکي اړتیاوې د ځایي اړتیاوو او د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه د لیدونکو ليدونو سره سم د معیاري معلوماتي ټکنالوژۍ نصاب پر بنسټ پوره کول.
  • د نړیوالو څېړنیزو ټولنو برخه ګرځېدل او په فعاله توګه د کمپیوټر ساینس کې برخه اخیستل. د افغان کمپیوټر ساینس پوهانو ترمنځ څېړنې او نوښت ته وده ورکول.

۲. ماموریت:

  • د معلوماتي ټېکنالوژۍ د زده‌کړیزو معیارونو د منل شوي (ACM / IEEE IT2017) نصاب او د افغانستان د کار د بازار او اړتیاوو له مخې د بریالي مسلکي لارښوونو پر بنسټ له لوړو مهارتونو سره د محصلینو فارغول.
  • زده کړیز چاپیریال چمتو کول، چې له زده کړیالانو سره مرسته کوي څو مسلکي مهارتونه، څېړنه، رهبري ، د ستونزو حلول، دوامداره زده کړې او کاري مهارتونه زده کړي.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د اړینو مسلکي مهارتونو سره متخصصین فارغول، چې وکولای شي حللارې او تخنیکي زیربنا چمتو کړي. همدا رنګه د پلان، ډیزاین، جوړونې، پراختیا، مدیریت، ساتنه او خوندیتوب لپاره باوري او شفاف سیسټمونو په جوړولو د قوي، باثباته او اقتصاد کې له افغانستان سره مرسته وکړي
  • د معلوماتي تکنالوژۍ د نظري او عملي علومو وړاندې کول، چې کولای شي د معلوماتي ټکنالوژۍ تولنیزې اغېزې او اخلاقو ته په پام سره د افغانستان د ګټو لپاره په انډول څېړنیزو پروژو کې د خپلې پوهې په پلي کولو سره د فارغانو ګډون او ملاتړ تضمین کړي.
  • د نوي ټکنالوژۍ په ګټه اخیستنې سره زده کړیالانو ته روزنه ورکول؛ څو تجربې یې ښه او تولید ډېر شي.
  • د پیچلو ستونزو د حل له پاره د هارډویر، سافتویر او مجازي کولو شرایطو کې د وروستي ټکنالوژیو او رامنځته شوي وسیلو په کارولو د زده کړیالانو وړتیا لوړول.
  • د افغانستان د کار بازار لپاره د معلوماتي تکنالوژۍ د متخصصینو پیدا کول او په بهرنیو متخصصینو تیکه له منځه وړل.
  • د هغو فارغانو روزنه چې د معلوماتو او سیسټم تحلیل، اسنادو او د معلوماتي تکنالوژۍ سیسټمونو ډیزاین کولو وړتیا ولري.
  • داسې وړ کسان فارغول چې د پروژې پلان جوړونې، ارزونې او پلي کولو وړتیا ولري.
  • فارغینو لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې په کورنیو او بهرنیو نړیوالو موسسو کې د لا لوړو زده کړو زمینه برابرول.

۳. بنسټي موخې:

د معلوماتي ټېکنالوژۍ زده‌‌کړیز نصاب د ځينو موسسو له لوري د ځينو سروې‌ګانو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی دی، چې پکې د متخصصینو د اوس او راتلونکو څوکالو اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي. نو پر دې بنسټ دې څانګې د خپل، د کمپيوټر ساینس پوهنځي، کابل پوهنتون، د لوړو زده کړو او د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارتونو ټول اکاميکې موخې په خپل زده‌کړیز پروګرام کې طرح او ډیزاین کړي، څو تر یوه حده د هېواد اړتیاوې بشپړې کړي.

د نورو هېوادونو مطالعې او تجربې دا جوتوي چې په معلوماتي ټېکنالوژۍ څانګې کې مسلکي کسانو ته اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونه هڅه کوي چې معاصرې ټېکنالوژۍ ومني او د دولتي او خصوصي ادارو د کاري سیسټم یوه برخه یې وګرځوي؛ څو وکولی شي ګټور الیکترونیکي خدمات وړاندې کړي؛ نو پر دې بنست په دې څانګې کې متخصص او مسلکي کسانو شتون ته اړتیا ډېره حسېږي.

اوسمهال ډېری دولتي او خصوصي ادارې د بهرنیو هېوادونو د معلوماتي تېکنالوژۍ متخصصین په دندو ګوماري، څو یې اداري کمپیوټري سیسټمونه ډیزان، پلي، اداره او ساتنه وکړي. د دې حقیقت د درکولو پر اساس، دا ډيپارټمنټ خپله ټوله هڅه کوي، چې یو داسې زده‌کړیز سیسټم ډیزاین او پلي کړي، چې د هېواد د ټولو ادارو د اړتیاوو ځوابوونکی وي.

په پايله کې اوسمهال د دې څانګې او پوهنځي ډېری فارغان په ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي او په دې برخه کې یې د بهرنیو د ګومارنې کچه په کافي اندازې کمه کړې ده. د اوسني بیاکتل شوي نصاب او پروګرام په پلي کولو سره به د هېواد د راتلونکي ډېری اړتیاوې بشپړې شي او د دې څانګې فارغینو ته به ښه کاري زمینه مساعده شي او همدارنګه دغه کړنه به د افغانستان پر اقتصاد او کاري مارکېټ ژوره اغېزه وکړي.

ج. توامیتونه:

د معلوماتي سیسټمونو اداره له اړوند څانګو سره مستقیمه اړیکه نه لري. ټول رسمي، تدریسي، څېړنیز او نورې اړیکې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي او کابل پوهنتون له ادرس څخه کېږي.

د. لابراتوار او زده کړیز تجهیزات:

دا ډيپارټمنټ د عملي درسونو لپاره دوه مجهز لابراتوارونه لري.

د علمی غړو لېست:

  1. پوهندوی صبغت الله اسلمزی
  2. پوهنیار سید عابد سادات
  3. پوهنمل محمد یحی اخلاقی
  4. پوهنیار عمر سلیم مهمند

هـ. زده‌کړیز نصاب ( تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

۱

کمپيوټري شبکه ۱

CS324

۵

۱۰

کمپيوټري شبکه ۴

CS621

۴

۲

د کمپيوټر مهندسي

CS423

۵

۱۱

د شبکې پروګرام لیکنه

CS622

۴

۳

کمپيوټري شبکه ۲

CS424

۴

۱۲

دICT د پروژو مدیریت

CS625

۴

۴

کمپیوتری شبک ۳

CS521

۵

۱۳

بیسیم او مویابل شبکه

CS722

۴

۵

د شبکې عامل سیسټونه

CS524

۵

۱۴

د سایبري امنیت اساسات

CS723

۴

۶

د شبکې د الګورتمونو او لومړنیو معلواتو جوړښت

CS515

۴

۱۵

پروژه او د څېړنې لارې چارې

CS725

۴

۷

محاسبات ابری

CS822

۴

۱۶

برېښنايي حکومتولي

CS825

۲

۸

پرمختللي سایبري بنسټونه

CS823

۴

۱۷

علمي چارې

CS826

۲

۹

پروژه

CS824

۴

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم