د معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ
الف: د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت پېژندنه
معلوماتي سیستمونه د کمپيوټر ساینس په ساحه کې د یوې اساسي برخې په توګه ګڼل کېږي. د معلوماتو ذخیره کول، تنظیمول او بیا کارول د ژوند ټولو برخو کې لکه تعلیم او روزنه، څیړنه، نوښت، روغتیا، سوداګري، امنیت او داسې نور، په فردي او ټولنیزو چارو کې ځانګړی اهمیت لري. د کارونو پلان کول، اغیزمنه تصمیم نیونه، د پروژو تطبیق او د مؤسسو ګډون تنظیمول ټول پر معلوماتو او د هغوی په سم تنظیم پورې تړلي دي. معلوماتي سیستمونه په پورتنۍ ټولو مواردو کې د کارونې موارد لري چې د دې څانګې په مرسته، مسلکي کسان کولی شي د ارقامو او ډېټا پر بنسټ اغیزمن او مستند کارونه ترسره کړي. د معلوماتي سیستمونو په مرسته ارقام او ډېټا تحلیل او د معیاري ډېټا قواعدو په پام کې نیولو سره په کمپيوټري سیستمونو کې د ډیټابیسونو په نوم ذخیره کېدی شي. همدا ذخیره شوي ډېټا د څیړنې، تطبیق، پرتله کولو، راپور او نورو مواردو لپاره کارول کېږي. د داسې سیستمونو د رامنځته کولو او اغیزمن کارولو لپاره، د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوی دی.
د کابل پوهنتون د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت د علمي او مسلکي کادرونو د روزنې او همدارنګه د معلوماتي سیستمونو په ساحه کې او په کمپيوټر ساینس کې په عمومي توګه د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره فعالیت کوي. دا اکاډمیکه برخه اوسمهال د لېسانس او ماسترۍ کچو لپاره معیاري پرګرامونه لري. په دې ډیپارټمنت کې چې تدریس کیږي تخصصي مضامین لاندې ساحې شاملې دي:
-
د ډیټابیسونو (د معلوماتو بانکونو) ډیزاین او پراختیا
-
د ویب پاڼو او سیستمونو ډیزاین او پراختیا (ویب ډیزاین)
-
په پورتنۍ ساحو کې تخنیکي پروګرام لیکنه
-
د موبایل سیستمونو پروګرام لیکنه او پراختیا
-
د ډېټا ذخیره کولو او کارولو ساحه کې (Data Warehouse & Data Mining)
-
د طبیعي ژبې د ډېټا سیټونو سره کار (Natural Language Processing)
-
د فضایی ډېټا سره کار او دهغه تطبیق په کلاود او ویب چاپېریالونو کې (Spatial Data Analysis)
ب: د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت ليد
-
معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت د عصري علومو پراختیا په رڼا کې او د کمپيوټر ساینس پوهنځي نورو مربوطه ډیپارټمنتونو سره په هماهنګۍ او همدارنګه د خپلو صلاحیتونو چوکاټ په پام کې نیولو سره لاندې لیدونه مطرح او عملي کوي:
-
د دې څانګې د محصلینولپاره د کیفیت لرونکو، اغیزمنو او موثرو اکاډمیکو خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې په داخلي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د ښه شهرت جوړول او ترلاسه کول؛
-
د لېسانس، ماستر او دوکتورا (په راتلونکې کې) کچو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزنه ترڅو په تدریس، څیړنه، پراختیا، نوښت، مدیریت او نورو برخو کې په ټولنه کې فعال وي؛
-
د معلوماتي سیستمونو ساحه کې د څیړنې او نوښت د پراختیا، فعالیتونو کې ګډون او د یادو شویو مواردو کې په ملک کې له مربوطه ارګانونو سره هماهنګۍ؛
-
د کمپيوټر ساینس او معلوماتي سیستمونو ساحه کې په سیمه او نړۍ کې د څیړنیزو تخنیکي ټولنو غړیتوب او د نړیوالو څیړنو کې مثبت رول لوبول.
ت: د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت دنده
د دې ډیپارټمنت دنده چې د هغه تخنیکي ټیم او د علمي کادر د غړو لخوا ترسره کیږي دا دي:
-
محصلین د نړیوالو منل شویو معیارونو او د معلوماتي سیستمونو څانګې د عصري علومو په رڼا کې روزل؛
-
د دې څانګې محصلینولپاره د مسلکي پوهې د زده کولو لپاره مناسب چاپېریال برابرول، ترڅو تخنیکي، څیړنیز، مدیریتي، د ستونزو حل کولو، دوامداره زده کړې او د نوښت اصول او موارد په ښه توګه په کې زده کړي؛
-
د معلوماتي سیستمونو ساحه کې د مسلکي فارغینو تحویلول ټولنې ته چې د مطالعې، وړاندیز، پلان، طرحې جوړول، پراختیا، مدیریت کول او ساتنې مهارتونه ولري او همدارنګه د تخنیکي ستونزو او بنسټیزو تخنیکي جوړښتونو لپاره مناسب حل لارې ومومي ترڅو ملک سره په مثمره او دوامداره آبادۍ لاره کې مرسته وکړي؛
-
محصلینواو فارغینو لخوا د ملک په لویو څیړنیزو پروژو کې د مربوطه علومو تخنیکي او عملي تیوریو وړاندې کول؛
-
د ډیپارټمنت د زده کړیزې پروګرام د ملاتړ، ارزونې او پراختیا په برخه کې له امارتي مؤسسو او خصوصي برخې سره همغږي، ترڅو د څانګې فعالیتونه ښه شي او همدارنګه د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت فارغین د کار بازار اړتیاو پر بنسټ زده کړې وکړي؛
-
د معلوماتي سیستمونو او کمپيوټر ساینس علومو رامنځته کول، شریکول او تطبیق د نړۍ سره د انسانانو د آرام چاپېریال د رامنځته کولو لپاره؛
-
محصلینوته د تخنیکي وسایلو د کارولو زمینه برابرول هم په کمپيوټر هارډویر ساحه کې او هم په سافټویر او د معلوماتي سیستمونو او کمپيوټر ساینس تازه شویو پرګرامونو ساحه کې؛
-
او په پای کې، د افغانستان کار بازار لپاره د ډیپارټمنت د هدف ساحو کې تجربه لرونکي فارغینو وړاندې کول ترڅو د بهرنیو کارپوهانو څخه پر افغان کارپوهانو تکیه کول زیات شي.
ث: د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت د زده کړې موخې
د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت موخه د څانګې مینه والو ته د علمي مسایلو او تخنیکي مهارتونو تشریح او رسول دي. د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت یو مسلکي تخصصي ډیپارټمنت دی او په کمپيوټر ساینس کې معلوماتي سیستمونه هم د یوې بنسټیزې برخې په توګه ګڼل کېږي. دا ډیپارټمنت د نصاب نوي او تازه شوي نصاب ته اړتیا لري. د ډیپارټمنت د علمي کادر غړي د لوړو مسلکي کچو، د څیړنې او تدریس تجربې لري او د هغوی اکثریت مطلق په دې څانګه کې د ماسترۍ او دوکتورا اسناد لري. د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت د علمي کادر د غړو یو مسؤلیت د دې ډیپارټمنت د علمي پرګرامونو لپاره د نصاب رامنځته کول او پراختیا ده.
د دې ډیپارټمنت نصاب د اړتیاو او دمخه چمتو شوي پلان سره سم د معلوماتي سیستمونو اړوند موضوعات د کار بازار اړتیاو په پام کې نیولو سره په هغوی کې شامل شوي دي. هغه محصلین چې له دې ډیپارټمنت څخه فارغېږي په داسې ډول روزل کېږي چې د معلوماتي سیستمونو ساحې سره تړلي علمي او مسلکي مسایل له پیل څخه تر پرمختللو کچو پورې د عملي کارونو په شمول زده کړي. ټول مسلکي کورسونه چې د هغوی څانګې سره اړیکه لري عمومي مسایل (بنسټونه)، پرمختللې عناوین او عملي موارد شاملېږي.
ج: د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت اصلي يا ستراتیژیکې موخې
معلومات په فردي، ټولنیزو، تاریخي، سوداګریزو او نورو ټولو چارو کې ترټولو مهم اصل دی چې زموږ ورځني فعالیتونه په مستقیم ډول پر معلوماتي سیستمونو اغیزه لري. معلوماتي سیستمونه کولی شي فزیکي، کمپيوټري یا هم د یو ځانګړي سیستم پورې تړلي بڼه ولري. انټرنېټ په تدریجي ډول د انسان د ورځنیو اړتیاو څخه دی. معلوماتي سیستمونه په مستقیم ډول له انټرنېټ څخه د ویب پاڼو او ډېټابیسونو له لارې کارول کېږي. د دې اصلونو په پام کې نیولو سره، په ساده توګه د کار بازار اړتیا په دې څانګو کې د مسلکي کسانو لپاره ارزونه شوې او محسوسه ده. د معلوماتي سیستمونو ډیپارټمنت فارغین د معلوماتو بانکونو (ډیټابیسونو)، ویب پاڼو ډیزاین او په دې برخو کې پروګرام جوړولو په ساحه کې د مسؤوله کسانو په توګه د افغانستان ټولنې ته وړاندې شوي دي او د ټولنې اړتیاوې لکه شخصي، امارتي او د شرکتونو مسایل پوره کوي. نو د دې ډیپارټمنت منځپانګې او زده کړیزه پروګرام د ټولو دې مسایلو او د ټولنې اړتیا په رڼا کې ډیزاین شوي دي او هڅه شوې ده ترڅو د نوي ټکنالوژۍ سره په تفاهم کې د درس او عملي پروژو عناوین شامل شي.