په کابل پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د قرآن عظیم الشان ختم وشو

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۶:۱۴
Khatm Quran

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې او د هیواد په نورو برخو کې د وروستیو طبیعي پېښو د قربانیانو د درناوي په موخه د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي کې د قران عظیم الشان ختم او د دعا مراسم تر سره شول. پدې مراسمو کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي اود مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي معلم احمد حقاني، د ژورنالیزم پوهنځي رییس، استادانو، محصلینو او کارمندانو ګډون درلود.

د دې مراسمو ګډون کوونکو د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزلې شهیدانو او د هیواد د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو پاک روح ته دعا او له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه او د دې پېښو شهیدانو لپاره یې د الله ج له درباره د جنت او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا او کورنیو لپاره یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

ګډونوالو دغه راز پر دولت، کورنیو سوداګرو او پانګوالو، نړۍ والو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د پکتیکا، خوست د زلزلې او د هیواد د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرستې وکړي او هغه یې د ټولو اسلامي او بشري مسوولیت یاد کړ.

د حکومتي چارواکو په وینا، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې په پایله کې نږدې ۱۵۰۰ کسان شهیدان شوي، سلګونه کورونه وران او ویجاړ او همدارنګه په سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي او د دې سیمې اوسيدونکي جدي مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

سمینار مدیریت کتابخانه برگزار شد

آمریت کتابخانه مرکزی کابل، سمینار دو روزه‌ای را تحت عنوان «مدیریت کتابخانه و سرعنوان‌نویسی سیستم LCC» برای مسئولان کتابخانه‌های تمام پوهنځی های این پوهنتون دایر نمود.

در این سمینار،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

اهدای جوایز ویژه و تعهد سپردن وظیفه برای پنج فارغ‌التحصیل ممتاز پوهنتون کابل

از میان ۲,۵۰۰ فارغ‌التحصیل ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل در سال ۱۴۴۸ هـ ق، پنج محصل که بالاترین نمرات را در سطح کل پوهنتون(مقام اول تا پنجم) کسب کرده و به عنوان فارغ‌التحصیلان ممتاز عمومی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: