د کابل پوهنتون د شپې لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د فیسونو پالیسي
پوهنتونونه د لوړو زده کړو د پراختیا او علمي خدمتونو د دوام په موخه د شپې لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا برنامې پرمخ وړي. د دې برنامو د مالي شفافیت، قانوني تادیاتو او واحد تنظیم لپاره، دغه پالیسي د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جریدې او نافذه اصولو پر بنسټ ترتیب شوې ده.
1. د پالیسي موخه:
د دې پالیسي موخه د فیسونو د ټاکنې، راټولولو، تادیې، شفافیت، او حساب ورکونې لپاره یو واضح او قانوني چوکاټ رامنځته کول دي، څو د کابل پوهنتون مالي نظم، د محصلینو د حقونو رعایت او د امارتي اصولو تطبیق یقیني شي.
2. د تطبیق ساحه:
دا پالیسي د کابل پوهنتون د شپې لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو لپاره تطبیقېږي.
3. د برنامو تعریف:
- شپې لیسانس برنامه: هغه تحصیلي پروګرام دی چې د ورځني وخت له درسونو وروسته د کارکوونکو او آزاد محصلینو لپاره تنظیمېږي.
- ماسترۍ برنامه: دوه کلنه لوړه تحصیلي دوره ده چې د لیسانس درجې له بشپړېدو وروسته تدریس کېږي.
- دوکتورا برنامه: د څېړنو پر بنسټ څلور یا پنځه کلنه تحصیلي دوره ده چې د علمي تخصص لپاره برابریږي.
4. د فیسونو ټاکنه:
-
- د فیس اندازه د لوړو زده کړو وزارت د رسمي طرزالعمل او د فیس د ټاکلو مصوبې له مخې ترسره کېږي.
- د فیسونو د تطبیق او راټولولو پروسه د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل سره سم ترسره کیږي.
- د فیسونو د تعدیل او بدلون صلاحیت یوازې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رسمي طرزالعمل له لارې تطبیقیږي.
5. د فیسونو د تادیې څرنګوالی:
-
- محصلین مکلف دي فیس د ټاکل شوې مودې (د سمستر له پیل سره سم) په بشپړ ډول تادیه کړي.
- فیسونه یوازې د لوړو زده کړو وزارت د عوایدو د بانکي حساب له لارې اخیستل کېږي.
- د فیس د تادیې رسید یا آوېز د مالي او حسابي آمریت لخوا ورکول کیږي او بې له رسمي رسید څخه هېڅ تادیه باوري نه ګڼل کېږي.
6. د فیس د تخفیف او معافیت اصل:
-
- د فیس د تخفیف یا معافیت صلاحیت د عالیقدر امیرالمؤمنینحفظه الله تعالی او ریاست الوزرا په امر او د هغه د حکم له مخې ترسره کیږي.
7. شفافیت او حساب ورکونه:
-
- د ټولو فیسونو راټولول او ثبت د مالي اصولو له مخې ترسره کېږي.
- د مالي او حسابي آمریت مکلف دی د هرې ربعې د فیسونو راپور د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي.
8. د پالیسي خپرونه او لاسرسی:
د پالیسي بشپړ متن د کابل پوهنتون په ویب پاڼه کې نشر او د لاسرسي وړ ده.
9. د پالیسي تطبیق:
دا پالیسي د مالي کمېټې د (4) نمبر29/08/1404 نېټې پروتوکول او علمي شورا (7) نمبر04/09/1404 نېټې پروتوکول له تائیدي څخه وروسته د تطبیق وړ ګڼل کیږي.