د کابل پوهنتون د شپې لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د فیسونو پالیسي

پوهنتونونه د لوړو زده کړو د پراختیا او علمي خدمتونو د دوام په موخه د شپې لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا برنامې پرمخ وړي. د دې برنامو د مالي شفافیت، قانوني تادیاتو او واحد تنظیم لپاره، دغه پالیسي د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جریدې او نافذه اصولو پر بنسټ ترتیب شوې ده.

1. د پالیسي موخه:

د دې پالیسي موخه د فیسونو د ټاکنې، راټولولو، تادیې، شفافیت، او حساب ورکونې لپاره یو واضح او قانوني چوکاټ رامنځته کول دي، څو د کابل پوهنتون مالي نظم، د محصلینو د حقونو رعایت او د امارتي اصولو تطبیق یقیني شي.

2. د تطبیق ساحه:

دا پالیسي د کابل پوهنتون د شپې لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو لپاره تطبیقېږي.

3. د برنامو تعریف:

  1. شپې لیسانس برنامه: هغه تحصیلي پروګرام دی چې د ورځني وخت له درسونو وروسته د کارکوونکو او آزاد محصلینو لپاره تنظیمېږي.
  2. ماسترۍ برنامه: دوه کلنه لوړه تحصیلي دوره ده چې د لیسانس درجې له بشپړېدو وروسته تدریس کېږي.
  3. دوکتورا برنامه: د څېړنو پر بنسټ څلور یا پنځه کلنه تحصیلي دوره ده چې د علمي تخصص لپاره برابریږي.

4. د فیسونو ټاکنه:

    1. د فیس اندازه د لوړو زده کړو وزارت د رسمي طرزالعمل او د فیس د ټاکلو مصوبې له مخې ترسره کېږي.
    2. د فیسونو د تطبیق او راټولولو پروسه د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل سره سم ترسره کیږي.
    3. د فیسونو د تعدیل او بدلون صلاحیت یوازې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د رسمي طرزالعمل له لارې تطبیقیږي.

5. د فیسونو د تادیې څرنګوالی:

    1. محصلین مکلف دي فیس د ټاکل شوې مودې (د سمستر له پیل سره سم) په بشپړ ډول تادیه کړي.
    2. فیسونه یوازې د لوړو زده کړو وزارت د عوایدو د بانکي حساب له لارې اخیستل کېږي.
    3. د فیس د تادیې رسید یا آوېز د مالي او حسابي آمریت لخوا ورکول کیږي او بې له رسمي رسید څخه هېڅ تادیه باوري نه ګڼل کېږي.

6. د فیس د تخفیف او معافیت اصل:

    1. د فیس د تخفیف یا معافیت صلاحیت د عالیقدر امیرالمؤمنینحفظه الله تعالی او ریاست الوزرا په امر او د هغه د حکم له مخې ترسره کیږي.

7. شفافیت او حساب ورکونه:

    1. د ټولو فیسونو راټولول او ثبت د مالي اصولو له مخې ترسره کېږي.
    2. د مالي او حسابي آمریت مکلف دی د هرې ربعې د فیسونو راپور د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي.

8. د پالیسي خپرونه او لاسرسی:

د پالیسي بشپړ متن د کابل پوهنتون په ویب پاڼه کې نشر او د لاسرسي وړ ده.

9. د پالیسي تطبیق:

دا پالیسي د مالي کمېټې د (4) نمبر29/08/1404 نېټې پروتوکول او علمي شورا (7) نمبر04/09/1404 نېټې پروتوکول له تائیدي څخه وروسته د تطبیق وړ ګڼل کیږي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: