د فارمسي پوهنځي د وروستي کال محصلینو خپلې څېړنیزې پروژې وړاندې کړې
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رهبري، د فارمسي پوهنځي استادانو، د بېلابېلوامارتي او غیرې امارتي اړوندو بنسټونو استازو او محصلینو برخه اخیستې وه، مسوولینو په وار سره د څېړنې په ارزښت او معیاري کولو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د علمي څېړنو پیاوړتیا نه یواځې د اکاډمیکو مراکزو د پیاوړتیا لامل کېږي؛ بلکې د هېواد ځانبسیاینې په برخه کې هم اساسي رول لري.
په یادې علمي او څېړنیزې غونډه کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر وویل: دوی ژمن دي چې د پوهنځي په کچه د علمي څېړنې برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.
د علمي څېړنو معاون دوکتور حامد سالاري، د محصلانو چارو معاون استاد صلاح الدین ایوبي هم څېړنه په اکاډمیکو مراکزو کې د اوسني عصر مهم اصل یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون په کچه به دې برخې ته لا پرمختګ او پیاوړتیا ورکوي.
په پای کې د محصلینو له لوري چمتو شوې څېړنیزې پروژې وړاندې شوې.