د فارمسي پوهنځي د وروستي کال محصلینو خپلې څېړنیزې پروژې وړاندې کړې

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۵۵
65658

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رهبري، د فارمسي پوهنځي استادانو، د بېلابېلوامارتي او غیرې امارتي اړوندو بنسټونو استازو او محصلینو برخه اخیستې وه، مسوولینو په وار سره د څېړنې په ارزښت او معیاري کولو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د علمي څېړنو پیاوړتیا نه یواځې د اکاډمیکو مراکزو د پیاوړتیا لامل کېږي؛ بلکې د هېواد ځانبسیاینې په برخه کې هم اساسي رول لري.

په یادې علمي او څېړنیزې غونډه کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر وویل: دوی ژمن دي چې د پوهنځي په کچه د علمي څېړنې برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.

د علمي څېړنو معاون دوکتور حامد سالاري، د محصلانو چارو معاون استاد صلاح الدین ایوبي هم څېړنه په اکاډمیکو مراکزو کې د اوسني عصر مهم اصل یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پوهنتون په کچه به دې برخې ته لا پرمختګ او پیاوړتیا ورکوي.

په پای کې د محصلینو له لوري چمتو شوې څېړنیزې پروژې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د کمپیوټر ساینس پوهنځي او مالیې وزارت معلوماتي ټکنالوۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د یاد هوکړه لیک له مخې به د څلورم ټولګي محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي او ورسره به همهاله ممتازو محصلینو ته کاري فرصتونه هم  برابر شي.

د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل پوهنتون د یو ویشت خالي اداري بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د ازموینې سنبالوونکو د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه کاملا شفافه ده او خالي بستونو ته به وړ او با استعداده اشخاص استخدام شي.

یاده ازموینه په داسې حال کې واخیستل شوه چې د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال دريمه ګڼه پرلیکه شوه!

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۴ کال دریمه ګڼه پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې لس علمي-څېړنیزې مقالې شاملې دي چې په‌کې د چاپېریال ساتنې،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: