د حفظ الصحې اړوند سیمینار دایر شو
د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د پوهنتون ټولو اداري کارمندانو لپاره د حفظ الصحې، د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ښوونیز سیمینار دایر شو.
ویناوالو په دې سیمینار کې د ساري ناروغیو د پېژندنې، ډولونو ،د انتقال څرنګوالي، له ساري ناروغیو څخه د مخنیوي د لارو چارو او د لومړنیو مرستو د ډولونو او د پلي کولو طریقو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
دا سیمینار کارمندانو ته د حفظ الصحې د اصولو په ځانګړې توګه له ساري ناروغیو او لومړنیو مرستو اړوندو موضوعاتو په اړه د پوهاوي ورکولو په موخه جوړ شوی و.
