لیدلوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
کابل پوهنتون په پام کې لري چې د تعلیم، څېړنې، تحصیلي خدمتونو برابرولو او عملي علم د ترویج له لارې له نړیوالو معیارونو سره سم د تخصصي او مسلکي علم د تولید او انکشاف برخو کې په ملي او نړیواله کچه د یو معتبر علمي نهاد په توګه لا زیات وځلیږي.
مأموریت :
کابل پوهنتون له نویو امکاناتو او عصري تکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د تعلیمي، تحصیلي، علمي- څېړنیزو خدمتونو په وړاندې کولو د باثباته انکشاف، د تخصصي او مسلکي کادرونو روزنې او د ټولنې د اړتیاوو برابر څېړنو په ترسره کولو سره په ملي او نړیواله کچه د هېواد د لومړني پوهنتون په حیث پېژندل کیږي.
ستراتیژیک اهداف:
- د علمي- څېړنو انکشاف، د پوهې تولید او نوښت؛
- د رهبرۍ او ادارې غوره والی، د مؤثرو اداري سیستمونو رامنځته کول او له فساد سره مبارزه؛
- د مختلفو تحصیلي دورو د نصاب تدوین، انکشاف او کره کتنه؛
- د کیفیت لوړول، په ملي او نړیواله کچه د اکادمیک اعتبار ساتنه؛
- د بریښنایي زده کړو پراختیا او ښه والی؛
- د زیربناو انکشاف او ښه والی؛
- د علمي کادر غړو، کار کوونکو او محصلینو ظرفیت لوړول؛
- د علمي- څېړنیزو برنامو او پالیسیو کره کتنه؛
- په ملي، منطقه یي او نړیواله کچه له علمي- فرهنګی مرکزونو سره د همکارۍ د پرمختګ زمینه برابرول؛
- د تحصیلي چاپېریال انکشاف، ښه والی او محصلینو ته د خدمتونو ارائیه کول.