په کابل پوهنتون کې د پوهنتونونو او جامعاتو د محصلینو او فاضلانو ستاینغونډه وشوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۱۹
15487

د هېواد په کچه د جامعاتو او پوهنتونونو د پنځوس تنو بېلګه محصلینو او فاضلانو ستاینغونډه او د جوایزو ورکړې مراسم په کابل پوهنتون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د کابل پوهنتون او د بېلابېلو پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا په خپلو خبرو کې  ځوانان د هېواد متحرکه قوه وبلله او زیاته یې کړه، چې ځوان نسل باید خپل مسوولیتونه درک کړي.

ورپسې د ا.ا.ا ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپله وينا کې وويل، هغه هېوادونه چې د دیني جامعاتو د بد نامولو هڅې کوي په وینا یې هېڅ حقیقت نه لري، نوموړي زیاته کړه چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن په هېواد کې پای ته رسېدلی.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې دوی په هېواد کې د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا ته ژمن دي او دا یې له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې د ستاینغونډې په دې مراسمو کې لوړو زده کړو وزارت له لوري هر محصل او فاضل ته د نورو جوائزو ترڅنګ يو لپټاپ کمپیوټر او لس زره افغانۍ نقدي جائزه ورکړل شوه، همدارنګه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري هم هر محصل او فاضل ته لس زره افغانۍ نقدي جايزه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

برنامه‌های ارتقای ظرفیت محصلان آغاز شد

به‌منظور ارتقای ظرفیت محصلان پوهنتون کابل، برنامه‌های مختلف آموزشی رایگان آغاز گردیده است.

در این برنامه‌ها، زبان‌ها، آموزش‌های کمپیوتری، فن بیان ، مهارت‌های شغلی، روش‌های تحقیق، خطاطی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: