په کابل پوهنتون کې یو اونيز کتاب نندارتون جوړ شو

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۸:۴۸
Opening

په کابل پوهنتون کې د کتاب د اوونۍ او د مطالعې د کلتور د ودې په موخه یو اونیزه د کتابونو نندارتون جوړ شو. د نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي مولوي خیرالله خیرخواه، د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ښاغلي ذبیح الله مجاهد، د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز، د پوهنتون استادانو او محصلینو هم ګډون کړی و.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د دغه نندارتون د تنظیموونکو، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کړنو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په هېواد کې د پرمختګ او سوکالۍ په موخه باید د لوستلو فرهنګ وده وکړي، دا مسئله په ځانګړې توګه په اسلامي شریعت کې د اهمیت وړ ده، په قران کريم کې څو ځله د لوستلو او ليکلو اهميت ته اشاره شوې، همدارنګه اسلام دين موږ ته د کتابونو په وسيله را رسېدلی، بايد په خپل ژوند کې د لوستلو کلتور تل په پام کې ونيسو.

د کابل پوهنتون رئيس د خپلو خبرو په بله برخه کې د کتاب لوستلو ته د محصلينو د هڅونې تر څنګ وویل، چې د تحصیل په دوره کې د یو محصل لپاره مطالعه او څېړنه لکه د انسان په بدن کې د اکسیجن په څېر مهمه ده، که محصل له څېړنې او مطالعې نه لرې وي؛ نشي کولای خپلو موخو ته ورسیږي، او زه هیله من یم، چې محترم استادان به محصلین د مطالعې او کتاب لوستلو په روحیه وروزي او هر محصل د ځان لپاره یو کتابتون ولري، او دا نندارتون به د مطالعې او څېړنې لپاره د کابل پوهنتون د محصلینو د هڅونې او انګيزې د ايجاد ښه فرصت وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير مولوي خيرالله خيرخواه په دغه نندارتون کې دګډون له امله خوښي وښوده او محصلانو ته په خطاب کې يې وويل، چې د هېواد راتلونکی د ځوانانو دی او په راتلونکې کې د دولت لپاره زده کړه، تقوا او وړتیا  مهمه ده، ځوانان باید تشویش ونه لري، نوی نظام د هغوی خدمت لپاره اماده او د ځوانانو په فکر کې دی، ټول به په ګډه د هیواد په ابادي کې برخه اخلو، اختلافات به یوې خوا ته کوو او خپلې لاسته راوړنې به پیاوړې کوو.

همدارنګه په دغه نندارتون کې د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ښاغلي ذبیح الله مجاهد د کابل پوهنتون له مشرتابه څخه د دغه نندارتون په جوړیدو کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې پرمختګ د علم او پوهې محصول دی او موږ هغه مهال د علم او پوهې څښتنان کيږو، چې مطالعه او څېړنه ولرو، په دې توګه باید د مطالعې او څیړنې لپاره له هر ممکن فرصت څخه کار واخلو او همدا د هیواد له وروسته پاتې والي نه د خلاصون یوازینۍ لار ده.

ښاغلي مجاهد له خپرندویه ټولنو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې د زده کوونکو په واک کې په مناسبه بیه ښه، ګټور او اغېزناک کتابونه ورکړي، ترڅو د مطالعې د کلتور په لوري د هغوی د هڅونې او انګېزې سبب شي او دا ډول نندارتونونه باید په ولایتونو کې هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده، دغه نندارتون یوه اونۍ دوام کوي او ۳۵ خپرندویه ټولنو په کې ګډون کړی دی. په دغه نندارتون کې ۱۵۰۰ عنوانه کتابونه، چې څه د پاسه سل زره ټوکه کتابونه کيږي، نندارې ته وړاندې شوي دي او متقاضیان کولای شي، چې هره ورځ ورڅخه لیدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

برگزاری سمینار علمی تحت عنوان «اعجاز قرآن عظیم‌الشأن»

سمینار علمی تحت عنوان «اعجاز قرآن عظیم‌الشأن» از سوی پوهنځی شرعیات برگزار گردید.

در این محفل علمی، مقامات وزارت تحصیلات عالی، رؤسای پوهنځی‌های مختلف پوهنتون کابل، استادان و جمع کثیری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۵۰
Background image

ارتقای مجلات ملی پوهنتون کابل به بین‌المللی

در ادامه‌ی سلسله دست‌آوردهای علمی، دو مجله پوهنتون کابل — «مجله علمی-تحقیقی علوم اجتماعی» و «مجله علمی-تحقیقی علوم طبیعی» — که تاکنون به عنوان ژورنال‌های معتبر ملی فعالیت داشتند، به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

برگزاری ورکشاپ آموزشی بایواستاتستیک و SPSS

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه بایواستاتستیک و نرم‌افزار SPSS از سوی پوهنځۍ فارمسی پوهنتون کابل برای استادان جوان این پوهنځی برگزار گردید.

هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای مهارت‌های تحقیقی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: