د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ځانګړې سیاسي استازي د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۸:۱۹
meeting with unama

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیالې مېرمن میته کنسود سن او مل استازي د روان کال د کب په ۲۵ د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ، د دې پوهنتون استادانو او محصلینو سره وکتل او د پوهنتون د رسمي درسونو په پیل یې خوښي وښوده او دا یې په افغانستان کې د پراختیا او پرمختګ په برخه کې مثبت ګام یاد کړ.

 مېرمن کنسود سن زیاته کړه، ملګري ملتونه هڅه کوي، چې په علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکه او همدارنګه مالي برخه کې کابل پوهنتون سره مرسته وکړي او مرسته کوونکي هیوادونه وهڅوي، ترڅو ځانګړې پاملرنه وکړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتون ادارې سرمنشي ځانګړې سیاسي استازې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې کابل پوهنتون یو لوی او تاریخي پوهنتون دی او پدې پوهنتون کې درسونه په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول پيل شوي دي او داسې کومې جدي ستونزې وجود نلري، چې د نجونو یا هلکانو د تحصیل او زده کړو پر وړاندې مانع وګرځي او مونږ هیله لرو، چې نړۍ واله ټولنه په ځانګړي توګه ملګري ملتونه پدې مسئله پوهه شي او د هیواد د لوړو زده کړو د هغې له ‌‌‌‌‌‌ډلې کابل پوهنتون ته زیاته پاملرنه وکړي. د کابل پوهنتون رییس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې سرمنشي ځانګړې سیاسي استازې څخه وغوښتل، چې نړۍ واله ټولنه باید له تحصیلي او تعلیمي مسایلو سره سیاسي چلند ونکړي؛ ځکه تحصیل او تعلیم د هر افغان حق دی، چې باید دې حق ته په درناوي قایل شو او پدې برخه کې همکاري له سیاسي ستونزو او د رسمیت پېژندنې له موضوع سره ګ‌‌‌‌‌‌ډه نشي.

همدارنګه پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې سرمنشي ځانګړې سیاسي استازې سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې او پدې برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه، چې د مېرمن کنسود او مل پلاوي له لوري ورته د همکاري وعده ورکړل شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

ورکشاپ علمی میتودولوژی مقاله نویسی در بخش علوم شرعی برګزار شد

ورکشاپ دو روزه‌ تحت عنوان « میتودولوژی مقاله نویسی در بخش علوم شرعی» از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل برګزار ګردید.

در این ورکشاپ اعضای شورای علمای ولایت کابل، استادان مدرسه ج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

از ۲۲ پوهنځی و ۷۵ رشته تحصیلی پوهنتون کابل، ۲۰۹۶ تن از محصلین در سطح لیسانس فارغ‌التحصیل شدند. در مراسم فراغت مقامات بلندپایه ا.ا.ا، رهبری پوهنتون های مختلف، علمای دینی، استادان، محصلین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

کنفرانس تحت عنوان «آب برای اقدام اقلیمی» برګزار شد

کنفرانس علمی یک‌روزه تحت عنوان «آب برای اقدام اقلیمی» از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل برګزار ګردید.

در این کنفرانس ده مقاله علمی-تحقیقی توسط استادان بخش‌های مربوط پوهنتون. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: