د پوهنځي په اړه
د هېواد د اوسنيو او مخکنيو پېړیو د کلتوري او ادبي ارزښتونو درک، د خپل هېواد د ځلانده ادب او کلتور په باب پوهاوی او راتلونکو پېړیو ته د هغو لېږد ټول د دې لامل شول چې د ادبیاتو پوهنځي د جوړېدو مفکوره رامنځته شي، چې د همدې مفکورې پر اساس د ۱۳۲۳کال د تلې په لومړۍ نېټه د کابل پوهنتون په چوکاټ «د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځی» رامنځته شو او دې پوهنځي زموږ د هېواد د ادبیاتو او کلتور د تاریخ په پېژندنه کې مهم او ارزښتناک ګامونه واخیستل.
د دې پوهنځي د تأسیس موخه د افغانستان د پېړیو پېړیو مخکنيو او نننیو ادبي او کلتوري ارزښتونو درک، د هغه پېژندنه او د نوي نسل روزلو له لارې راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد و. پر دې سربېره په مختلفو ادبي او علمي څانګو کې د تکړه ښوونکو روزنه هم د دې پوهنځي له مهمو موخو څخه وه.
دغو موخو ته د رسېدو لپاره د دې پوهنځي تحصيلي پروګرام د هغه وخت د پوهنې د وزير په مشرۍ د يوه باصلاحيته پلاوي له خوا ټاکل شوی او لاندې برخې پکې شاملې وې: «د پښتو ژبې او ادبيات تاريخ، د دري ژبې او ادبياتو تاريخ، د پښتو ګرامر، د دري ګرامر، پښتو متون، دري متون، پښتو ادبي فنون، دري ادبي فنون، فلسفه او ارواپوهنه، عربي او انګلېسي ژبې». د دې پروګرام د تدريس لپاره يې ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبي (د پوهنځي رييس)، محمدکريم نزيهي، محمداعظم ايازی، پاينده محمد زهير، امينالله زمريالی، سرور ګويا، عبدالرووف بېنوا، عبدالحق بېتاب، غلام جيلاني جلالي، هاشم شايق افندي، امين ميرزا قفقازي او شمشېرخان د استادانو په توګه وګومارل شول. د دې محدودو استادانو په درلودو سره د دې پوهنځي لومړيو محصلانو ته، چې د حبيبيې لېسې او د قندهار د احمدشاهي لېسې لس تنه فارغان وو. د ۱۳۲۳ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه يې تدريس پيل شو.
له ۱۳۳۰ کال کې را په دېخوا په دې پوهنځي کې د جغرافیې او تاریخ څانګې او له ۱۳۴۰کال وروسته پکې د بهرنيو ژبو څانګې لکه الماني، فرانسوي، انګلېسي، هسپانوي، عربی، جاپاني او روسي، همدارنګه ژورنالېزم، ارواپوهنه، فلسفه او ښکلي هنرونه جوړې شوې. وروسته په ترتیب د ژورنالېزم، ټولنیزو علومو، ارواپوهنې او ښکلو هنرونو څانګې له «ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي» څخه بېلې شوې، چې په څو کلونو کې هرې یوې څانګې د یوه مستقل پوهنځي په حیث فعالیت پيل کړ. په همدې خاطر د «ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي» نوم، «د ژبو او ادبیاتو پوهنځي» ته بدل شو.
په ۱۳۹۹ کال کې د بهرنيو ژبو او ادبیاتو څانګې هم له دې پوهنځي څخه بېلې او «د بهرنيو ژبو او ادبیاتو پوهنځي» په توګه يې فعاليت پيل کړ. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی اوس درې څانګې «د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه»، «د دري ژبې او ادبیاتو څانګه» او «د اوزبېکي ژبې او ادبیاتو څانګه» لري. همدارنګه دغه پوهنځی په پښتو او دري څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې هم لري.