په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت معیارونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ ترسره شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۷:۵۰
3165

د روان کال وږي میاشتې په ۲۶نېټه د یکشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د اعتبار ورکولو سند د ساتنې په موخه د تضمین کیفیت د چوکاټ په اړه د پوهاوي ورکشاپ ترسره شو، نوموړی ورکشاپ د تضمین او کیفیت آمریت او د پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز لخوا ترسره شو، چې ۴ ورځې به دوام وکړي.

په یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون ۲۲پوهنځیو رئیسانو په ګډون له ۲۰۰څخه زیاتو د څانګو آمرینو، د پوهنځيو تضمین او کیفیت کمېټو او د اداري برخو آمرینو پکې برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي  دکتور اسامه عزیز د نوموړي ورکشاپ په اړه خبرو کې د تضمین کیفیت پروسې پیژندنه مهمه وبلله او له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،  چې په ورکشاپ کې په منظمه توګه برخه واخلي، ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس ښاغلي شاکر وحیدي د چک لیستونو په اړه معلومات ورکړل او د تضمین کیفیت د پروسې ځینو نیمګړتیاووې یې ومنلې او ټینګار یې وکړ؛ چې هڅه کوي؛ ترڅو د کابل پوهنتون د استادانو وړاندیزونه او نظریات را ټول  او یادې نیمګړتیاوې ډکې کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتوون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت  د ترسره شوي ورکشاپ په اړه خبرې وکړې او دګډونوالو لپاره یې د اغېزمې ګټې ترلاسه کولو هیله څرګنده کړه.

وروسته د کابل پوهنتون تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنیار زبیر خلیل الرحمن آرزمي ګډونوالو ته د نوموړي څلور ورځني ورکشاپ د چارو ترسره کولو په اړه خبرې وکړې؛ چې دهغه په اساس ګډونوال په ۳ برخو وویشل شول.

په پام کې ده، چې د روزنیزو مسایلو ترڅنګ عملي چارې هم ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۸:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت علمي څېړنو له ریاست سره د ګډو همکاریو همغږۍ ناسته ترسره شوه

نن یکشنبه، د ۱۴۰۳ ،لمریز کال د جوزا ۲۳ مه، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د علمي څېړنو مرستیال دوکتور حامد سالاري د پوهنې وزارت د څېړنې له رئیس ډاکټر محمد عمر دورانزی  سره په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۶
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

نن سه شنبه، د ۱٤۰۳ لمریز کال د جوزا ۲۲مه، د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د یاد پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه کې د کابل پوهنتون او د ولاياتو د يو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې د زده کړې درې میاشتني کورس پرانیسته وشوه

په کابل پوهنتون کې د محصلانو چارو انسجام آمریت له لوري د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د محصلانو چارو انسجام آمر قاري فیضان الله. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم