په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت معیارونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ ترسره شو

tariq_admin
Sun, Sep 17 2023 5:50 PM
3165

د روان کال وږي میاشتې په ۲۶نېټه د یکشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې د اعتبار ورکولو سند د ساتنې په موخه د تضمین کیفیت د چوکاټ په اړه د پوهاوي ورکشاپ ترسره شو، نوموړی ورکشاپ د تضمین او کیفیت آمریت او د پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز لخوا ترسره شو، چې ۴ ورځې به دوام وکړي.

په یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون ۲۲پوهنځیو رئیسانو په ګډون له ۲۰۰څخه زیاتو د څانګو آمرینو، د پوهنځيو تضمین او کیفیت کمېټو او د اداري برخو آمرینو پکې برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي  دکتور اسامه عزیز د نوموړي ورکشاپ په اړه خبرو کې د تضمین کیفیت پروسې پیژندنه مهمه وبلله او له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،  چې په ورکشاپ کې په منظمه توګه برخه واخلي، ترڅو مثبته پایله ترلاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس ښاغلي شاکر وحیدي د چک لیستونو په اړه معلومات ورکړل او د تضمین کیفیت د پروسې ځینو نیمګړتیاووې یې ومنلې او ټینګار یې وکړ؛ چې هڅه کوي؛ ترڅو د کابل پوهنتون د استادانو وړاندیزونه او نظریات را ټول  او یادې نیمګړتیاوې ډکې کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتوون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت  د ترسره شوي ورکشاپ په اړه خبرې وکړې او دګډونوالو لپاره یې د اغېزمې ګټې ترلاسه کولو هیله څرګنده کړه.

وروسته د کابل پوهنتون تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنیار زبیر خلیل الرحمن آرزمي ګډونوالو ته د نوموړي څلور ورځني ورکشاپ د چارو ترسره کولو په اړه خبرې وکړې؛ چې دهغه په اساس ګډونوال په ۳ برخو وویشل شول.

په پام کې ده، چې د روزنیزو مسایلو ترڅنګ عملي چارې هم ترسره کړي.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

Thu, Aug 05 2021 5:13 PM
Background image

The Konkor (University Entrance Exam) process of Kabul

The process of taking the entrance exam for 1400 in Kabul started on Thursday, August 5th, 2021 with the presence of excellency Dr. Abbas Basir, Minister of Higher Education, Prof. Dr.. . .

Wed, Aug 04 2021 3:11 PM
Background image

An Agreement Letter between the Faculty of Pharmacy of KU and the National Food and Drug Administration of Afghanistan

An Agreement Letter aimed at establishing cooperation and coordination between the Faculty of Pharmacy of Kabul University and the National Food and Drug Administration of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

Two drinking water filter bases were put into operation in boys dormitory

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

A part of the speech of the Honorable Minister of Higher Education Sheikh Nada Mohammad Nadeem to the teachers of Kabul University

The graduation ceremony of the students of Kabul University 2022 was celebrated

Pictures Album of Kabul University Graduation Ceremony 2022

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain