د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ

الف ـ د ډيپارټمنټ پېژندنه:

 په ۱۳۵۴ کال کې د نورو ډيپارټمنټونو سره درې نور ډيپارټمنټونه د سوداګرۍ ډيپارټمنټ،د پيسو او بانکدارۍ ډيپارټمنټ او د مالي چارو ډيپارټمنټ جوړ شول.چې د ۱۳۵۹ کال تر پايه يې په همدې نومونو خپلې چارې مخ ته وړې،په ۱۳۶۰ کال کې درې واړه ډيپارټمنټونو د سوداګرۍ مالي او کرېډټ د يوه واحد ډيپارټمنټ په توګه خپل فعاليت پيل کړ او تر ۱۳۶۹ کال پورې نوموړي ډيپارټمنټ د منجمنټ او سوداګرۍ ، مالي او کرېډټ په برخو کې ټولنې ته محصلان وړاندې کړل.

 په ۱۳۶۹ کال کې نوموړې ډيپارټمنټ د مالي او کرېډيټ ډيپارټمنټ په نوم ونومول شوه.په ۱۳۶۹ کال کې یې د ځينو دلايلو پر بنسټ د نوم د مالي او پولي چارو په نوم بدل شو،په پای کې د ډيپارټمنټ د پرېکړې ،د پوهنځي د علمي شورا او د ‌ذيصلاح مقاماتو د منظورۍ څخه وروسته په ۱۳۸۷ کال کې خپل وروستی نوم د (مالي او بانکي چارو ) د ‌ډيپارټمنټ نوم خپل کړ.

ب ـ د ډيپارټمنټ موخې:

۱:لرليد:

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ ژمن دی چې په مالي برخه کې معياري تحصيلي او څېړنيز خدمات وړاندې کړي او د مالي او بانکي سيستم د پياوړتيا لپاره وړ کدرونه وړاندې کړي.

۲ـ ماموريت:

  د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ په هېواد کې د يوستر علمي بنسټ په توګه د لاندې مکلفيتونو تر سره کولو ته ژمن دی:

۱ـ د تحصيلي خدماتو ښه والی او پياوړتيا،د سيمې په کچه د لوړ کيفيت څېړنو وړاندې کول؛

۲ـ په مالي او بانکي برخه کې د کار بازار اړتياوو ته په کتو ،د زدکړې او مهارتونو د انتقال زمينه برابرول.

۳ـ د سټندرډ او باکيفيته نصاب تدوين؛

۴. په ملي او محلي سطح د دولتي بنسټونو ،سوداګريزو تصديو،مدني ټولنو او ټولګټو کارونو په بډاينه کې د استادانو ،کارکوونکیو او محصلاونو ونډه اخيستنه، بايد وويل شي چې د اکار د پوهنځي د استادانو په لارښوونه د منظمو څېړنيزو خدماتو ،مشورو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د محصلانو لخوا ترسره کېږي.

ج. د ډيپارټمنټ نصاب (تخصصي مضامين)

تحصیلي نصاب(تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضامينو نومونه

کود نمبر

کرېډېټ

ګڼه

د مضامينو نومونه

کود نمبر

کرېډېټ

1

د عامه مالي چارو اساسات

EC270

3

11

عامه اقتصاد

EC544

3

2

پولي اقتصاد

EC350

3

12

بیمه

EC546

2

3

سوداګریز حقونه

EC480

3

13

بانکوالي

EC741

2

4

د بودجې تیوري

EC540

3

14

مالي سیاست

EC744

3

5

د بودجې سیاست

EC643

3

15

سمینار

EC844

2

6

عامه اقتصاد

EC545

3

16

مونوگراف

EC845

4

7

طبیعي سرچینې

EC647

2

17

پوراخیستنه

EC843

2

8

دولتي محاسبه

EC645

3

18

پولي سیاست

EC842

3

9

مالي او پولي بازارونه

EC646

3

19

عملي چارې

EC648

2

10

دمالي خطرانو مدیریت

EC743

 

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه