د مالي او بانکي چارو ډيپارټمنټ
د مالي او بانکي چارو دیپارتمنت په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د "پیسې او بانکدارۍ" تر نوم لاندې د اقتصاد پوهنځي د نورو دیپارتمنتونو په چوکاټ کې تاسیس شو، او تر ۱۳۵۹ ه.ش. کال پورې یې په همدې نوم فعالیت درلود. وروسته بیا، په ۱۳۶۹ ه.ش. کال کې دا دیپارتمنت "د مالی او کردېټ دیپارتمنت" ونومول شو، چې بیا هم د ځینو علمي لاملونو له مخې په همدغه کال "د پیسو او مالی چارو دیپارتمنت" ته بدل شو.
وروسته، د اقتصاد پوهنځي د علمي شورا د پرېکړې، اړتیاوو او د مربوطو چارواکو د منظورۍ له مخې، دا دیپارتمنت په ۱۳۸۷ ه.ش. کال کې "د مالی او بانکي چارو دیپارتمنت" په نوم ونومول شو، او تر نن ورځې پورې په همدې نوم د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې خپلې علمي او اکادمیکې چارې پر مخ وړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو ديپارتمنت ژمن دی چې د مالي او بانکي علومو په برخه کې معياري تدريسي خدمتونه او علمي څېړنې وړاندې کړي، او د هېواد د مالي نظام د پياوړتيا په موخه روزل شوي او مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
د مالي او بانکي چارو څانګې ، د هېواد د مالي او بانکي علومو د تر ټولو ستر علمي مرکز په توګه، د لاندې مکلفيتونو د ترسره کولو ژمنه کوي:
-
د مالي او بانکي علومو په برخه کې د لوړو کيفيت لرونکو او د سيمهييزو معيارونو سره سم تدريسي او څېړنيزو خدمتونو ښه والی، پياوړتيا او وړاندې کول؛
-
د کار بازار د اړتياوو سره سم د معاصرو پوهې او مهارتونو برابرول او لېږد د ټولنې د مالي او بانکي سکتور لپاره؛
-
د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د معياري او باکيفيته تدريسي نصاب تصويب او پلي کول؛
-
د استادانو او محصلينو فعاله ونډه اخيستنه د ټولنې د عامالمنفعه چارو په غني کولو کې، د څېړنيزو خدمتونو، مسلکي مشورو، روزنيزو پروګرامونو او نورو داوطلبانه فعاليتونو له لارې، د ديپارتمنت د استادانو او محصلينو په رهبرۍ.
-
د اسلامي پوهې ترڅنګ د عصري مهارتونو او د کار بازار د اړتياوو سره سم د مسلکي او متخصص کادرونو روزنه په مالي او بانکي چارو کې؛
-
د مالي او بانکي علومو په برخه کې د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د محصلينو توانمند کول؛
-
په هېواد کې د مالي او بانکي چارو په برخه کې د نظرياتو او علمي پوهې رامنځته کول او پراختيا؛
-
د مالي او بانکي علومو په برخه کې د پوهې د توليد، پراختيا او د تجربو د تبادلې لپاره له کورنيو او بهرنيو علمي او څېړنيزو بنسټونو سره د علمي اړيکو او همکاريو رامنځته کول او همغږي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو څانګه، د هېواد په کچه د يوې بااعتباره او پېژندل شوې تحصيلي څانګې په توګه، د خپلو موخو، ليدلوري او ماموريت د تحقق په موخه، او د منل شوو اسلامي، اکادمیک او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره لاندې ستراتيژيکې موخې په اجمالي ډول پېژندلې او د هغو د پوره کولو ژمنتيا لري:
-
د اسلامي روحيې په رڼا کې د تحصيلي کيفيت لوړوالی او علمي برتريت؛
-
د ديپارتمنت په کچه اداري ريفورمونه او اصلاحات؛
-
د مالي او بانکي چارو د رشتې اړوند تخصصي څېړنو ترويج او پياوړتيا؛
-
د اقتصاد پوهنځي له لارې د مالي او بانکي چارو د ديپارتمنت اړيکو رامنځته کول او پراختيا له اړوندو بهرنيو بنسټونو سره؛
-
د تحصيلي نصاب اعتبار ورکول (Accreditation) ، ساتنه او پراختيا د کار بازار د اړتياوو سره سم؛
-
د بنسټيزو اسانتياوو او زېربناوو پراختيا.
د پورته يادو شوو ستراتيژيکو موخو د تحقق لپاره، د بانکي او مالي چارو څانګې اړين اقدامات، سرچينې او د وخت مهالويش ترتيب کړي دي، چې تفصيلي بڼه يې د ديپارتمنت د کلني عملياتي پلان (Annual Operational Plan) کې وړاندې شوې ده.
د لسانس دورې تحصیلي نصاب
|
د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects |
||||||
|
ګڼه |
د مضمون ډول |
کریډټ |
د مضمون نوم په (پښتو) |
نام مضمون ( به دری) |
Name of Subject by (English) |
دمضمون کود |
|
۱ |
مسلکي |
3 |
د عامه مالي چارو بنسټونه |
اساسات امور مالی عامه |
Principles of Public Finance |
EC270 |
|
۲ |
مسلکي |
3 |
د پیسو اقتصاد |
اقتصاد پولی |
Monetary Economics |
EC350 |
|
۳ |
مسلکي |
2 |
د تجارت حقوق |
حقوق تجارت |
Business Law |
EC480 |
|
۴ |
مسلکي |
3 |
عامه اقتصاد 1 |
اقتصاد عامه 1 |
Public Economics 1 |
EC545 |
|
۵ |
مسلکي |
3 |
د بیمې مدیریت |
مدیریت بیمه |
Insurance |
EC546 |
|
۶ |
مسلکي |
3 |
د عامه بودجې تیوري |
تیوری بودجه عامه |
Public Budget Theory |
EC542 |
|
۷ |
مسلکي |
2 |
عامه اقتصاد 2 |
اقتصاد عامه 2 |
Public Economics 2 |
EC644 |
|
۸ |
مسلکي |
2 |
د کانونو مدیریت |
مدیریت معدن |
Mine Management |
EC647 |
|
۹ |
مسلکي |
3 |
د بودجې سیاست |
سیاست بودجه |
Budget Policy |
EC623 |
|
۱۰ |
مسلکي |
3 |
مالي او پولي بازارونه |
بازارهای مالی و پولی |
Financial and Monetary Markets |
EC626 |
|
۱۱ |
مسلکي |
2 |
دولتي محاسبه |
محاسبه دولتی |
State Accounting |
EC645 |
|
۱۲ |
مسلکي |
3 |
د څېړنې میتودولوژي |
روش تحقیق |
Research Methodology |
EC745 |
|
۱۳ |
مسلکي |
3 |
مالي سیاستونه |
سیاست های مالی |
Fiscal Policies |
EC744 |
|
۱۴ |
مسلکي |
3 |
بانکوالي |
بانکداری |
Banking |
EC741 |
|
۱۵ |
مسلکي |
3 |
د مالي خطرونو مدیریت |
مدیریت خطرات مالی |
Financial Risks Management |
EC723 |
|
۱۶ |
مسلکي |
2 |
عملي کار |
کار آموزی |
Internship |
EC648 |
|
۱۷ |
مسلکي |
4 |
سمینار |
سمینار |
Seminar |
EC844 |
|
۱۸ |
مسلکي |
4 |
مونوگراف |
مونوگراف |
Monograph |
EC845 |
|
۱۹ |
مسلکي |
3 |
د دولت پورونه |
اسقراض دولت |
State Borrowing |
EC841 |
|
۲۰ |
مسلکي |
3 |
د پیسو سیاستونه |
سیاست های پولی |
Monetary Policies |
EC842 |