د ماسټرۍ او دکتورا برنامو آمریت
لوړې زده کړې، په تېره د ماسترۍ او دوکتورا په کچ لوړې زده کړې د هر هېواد يوه مهمه اړتيا وي. کابل پوهنتون همدې اړتيا ته په کتو د استادانو او د نورو ادارو او وزارتونو د کادري غړيو د ظرفيت د لوړولو په موخه ځينې پروګرامونه پيل کړي، چې په هېواد دننه ځينو مينه والو ته د زده کړو د بشپړولو امکانات برابر شي او له بله پلوه د هېواد د انساني سرچينو استفادې ته لار سازي وشي.
همدا لامل و، چې په ۱۳۸۵ هـ لمریز په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام بيا پيل شو، چې ورپسې په نورو پوهنځيو کې هم پيل شو، چې د کارونو د انسجام، همغږۍ، د کيفيت لوړونې بهير ارزونې ته يې يو امريت پکار و. دې اړتيا ته په کتو، پر ۱۳۹۲ کال په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرامونو امريت جوړ شو.
د دکتورا لومړی پروګرام پر ۱۳۹۳ هـ ل د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې په پښتو او دري ژبه پيل شو. اوس کابل پوهنتون د ماسترۍ ۲۲ او د دکتورا ۲ پروګرامونه لري؛
- دا مهال په کابل کې پوهنتون کې په دې رشتو کې د ماسټرۍ پروګرامونه شروع دي.
- د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ د ماسټرۍ پروګرام
- د انرجۍ د اغېزمنیا او نوې کونې ماسټري
- دعربي ژبې او ادبیاتو ماسټري
- د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټري
- د دري ژبې او ادبیاتو ماسټري
- د مالي او بانکي چارو ماسټري
- د ا دارې او سوداګرۍ ماسټري
- د هستوي فزیک ماسټري
- د څارویو د کلینیکي طب ماسټري
- د معلوماتي ټکنالوجۍ ماسټري
- د معلوماتي سیسټمونو ماسټري
- د تجسمي او ننداري هنرونو ماسټري
- د شریعت او قانون ماسټري
- د تفسیر او حدیثو ماسټري
- د پالیسۍ او عامه ادارې ماسټري
- د نړیوالو اړیکو ماسټري
- د حیواني علومو ماسټري
- د اګرانومي ماسټري
- د جنډر او ښځینه مطالعاتو ماسټري
- د روزنیز مدیریت ماسټري
- د ریاضیاتو ماسټري
- د جزا او جرم پيژندنې ماسټري
پر دې سربېره په پښتو او دري کې د پي ایچ ډي په کچه پروګرامونه هم تاسیس شوي او دا مهال روان دي.
سربيره پر دې، ډېر ژر به په ارتباطاتو او ژورنالېزم، کیمیا او افغانستان پېژندنه کې د ماسټرۍ، او په عربي او شرعیاتو کې د ډاکټرۍ پروګرامونه پيل شي.
د ماسترۍ او دوکتورا د پروګرام د چارو د لا انسجام، د کارونو د چکټتيا او د سمو پرېکړو په موخه په کابل پوهنتون کې د علمي معاونيت په مشرۍ تر لیسانس لوړو زده کړو يو بورد هم شته، چې د ماسترۍ او دکتورا له هر پروګرامه پکې يو يو استاد غړيتوب لري. پر دې سربېره چې کوم پوهنځي د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه لري، د پوهنځي په کچ تر لیسانس لوړو زده کړو يوه کمېټه هم لري، چې د خپل پروګرام په اړه پرېکړې کوي.