آغاز پروسه ثبت نام و توزیع فورم برنامه های ماستری پوهنتون کابل

د کابل پوهنتون په لاندې څلورو برخو کې د ماسترۍ برنامې پیلوي، نو بنا ګډونوال کولای شي، د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې له ۱۲نېټې څخه تر ۳۱ نيټې پورې نوم لیکنه وکړي.
شرایط:
په همغې یا ورته څانګې کې د تحصلیي سند لرل،(د افغانستان پیژندنې ماسترۍ برنامه ورڅخه مستثنی ده)
په یوه نړیواله ژبه تسلط لرل.
د لیسانس یا د هغه معادل دورې (۶۵) سلنه نومرو درلودل.
اړین ټکي:
د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي د دېپلوم او نمرو ترانسکريپټ درلودل( اصل او د هغه رنګه کاپي)
د پېژند پاڼې اصل او د هغې رنګه کاپي.
یو قطعه عکس( 4*3) اندازه لرونکی.
نوټ:
د بایومټریک او ازموینې نېټه وروسته خپریږي او د آزموینې د ماخذونو لېست اړوند پوهنځي څخه ترلاسه کیږي.