د مقالو غوښتنه
د بهرنیو ژبو ژورنال د خپل درېيم ټوک لومړۍ ګڼې لپاره د ژبې او ادبیاتو د برخې له څېړونکو او استادانو څخه د علمي مقالو غوښتنه کوي. دا ژورنال د بهرنیو ژبو او ادبیاتو په برخه کې انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني، اسپانوي، ترکي، روسي او چینايي ژبو ته ځانګړى شوى.
څېړونکي دې د مقالو دوې چاپي نسخې د لیکوال له نوم پرته د ژورنال دفتر ته وسپاري، او د مقالې سافټ نسخه دې د لیکوالانو د نومونو په ذکر کولو سره لاندې ايمل ته واستوي:
د مقالې د لېږلو لارښود او تمپلېټ له لاندې لېنک څخه ډانلوډ کړئ.
