د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي د کابل پوهنتون له استادانو او کارکوونکو سره وکتل

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۳:۳۷
meeting

د مولوي فضل الربي فضلي په ریاست د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي د روان کال د غوايي په ۲۸ نېټه د یوې ناستې په لړ کې په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني هم شتون درلود د پوهنتون له استادانو او کارکوونکو سره وکتل.

په پیل کې مولوي معلم احمد حقاني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دې ناستې ته د راتګ لپاره یې د کابل پوهنتون له استادانو او محصلینو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل، چې زمونږ ټولنه یوه باعزته، دینداره او با شهامته ټولنه ده او الحمد الله کابل پوهنتون د اسلامي او شرعي ارزښتونو ښکارندوی دی او د استادانو په مرسته دا ارزښتونه ورځ په ورځ زیات پیاوړي کیږي.

 مولوي حقاني تاکید وکړ، چې پدې بنسټ کې د نجونو او هلکانو لپاره د اسلامي اصولو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره د زده کړو مناسب چاپېریال شتون لري او دا د پوهنتون د رهبري د هڅو او کار پایله ده.

وروسته ښاغلي مولوي فضل الربي فضلي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پلاوي رییس د اسلامي ارزښتونو، په ټولنه کې د اسلامي اصولو او رسومو د رعایت کولو څرنګوالي او په ځانګړې توګه په اکاډمیکو ځایونو او تحصیلي بنسټونو او د نظام د رهبري ترمنځ د اړیکو پر اړتیا، د استادانو او محصلینو اړیکې، په پوهاوي کې د استادانو رول، د اسلامي اصولو پلي کول او د دیني ارزښتونه په پراختیا او تحقق باندې یې خبرې وکړې.

نوموړي د حجاب په هکله د امیرالمومنین په فرمان باندې خبرې وکړې او پدې برخه کې د استادانو او مسوولینو د همکاري غوښتونکي شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

برگزاری سمینار علمی تحت عنوان «اعجاز قرآن عظیم‌الشأن»

سمینار علمی تحت عنوان «اعجاز قرآن عظیم‌الشأن» از سوی پوهنځی شرعیات برگزار گردید.

در این محفل علمی، مقامات وزارت تحصیلات عالی، رؤسای پوهنځی‌های مختلف پوهنتون کابل، استادان و جمع کثیری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۵۰
Background image

ارتقای مجلات ملی پوهنتون کابل به بین‌المللی

در ادامه‌ی سلسله دست‌آوردهای علمی، دو مجله پوهنتون کابل — «مجله علمی-تحقیقی علوم اجتماعی» و «مجله علمی-تحقیقی علوم طبیعی» — که تاکنون به عنوان ژورنال‌های معتبر ملی فعالیت داشتند، به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

برگزاری ورکشاپ آموزشی بایواستاتستیک و SPSS

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه بایواستاتستیک و نرم‌افزار SPSS از سوی پوهنځۍ فارمسی پوهنتون کابل برای استادان جوان این پوهنځی برگزار گردید.

هدف از برگزاری این برنامه، ارتقای مهارت‌های تحقیقی. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: