په کابل پوهنتون کې د ترکي ژبې (TYS) د مهارت ازموینه واخیستل شوه
د ترکي ژبې د مهارت ازموينه (Turkce Yeterlik Sinavi) په کابل کې د يونس امري انستيتوت د استادانو او مسوولينو له خوا له ټول افغانستان څخه د ٢٠ تنو ګډونکوونکو څخه د کابل پوهنتون د بهرنيو ژبو او ادبياتو پوهنځي د ترکي ژبې په څانګه کې واخيستل شوه.
د ترکي ژبې د مهارت ازموینه یوه داسې ازموینه ده، چې په نړۍ واله کچه د یونس امره انسټیټیوټ په حد اکثر ډول په کال کې درې ځله اخیستل کیږي.
دا ازموینه معیارونو ته په کتو"د ژبو لپاره د اروپايي ګډ چوکاټ مرجع" چمتو شوې او هغه څوک چې ترکي ژبه د بهرنۍ یا مورنۍ ژبې په توګه زده کړې وي؛ د دوی د ترکي ژبې ټول مهارتونه ازمويي.