په کابل پوهنتون کې د قرانکریم د نزول په مناسبت د قران عظیم شان د ختم مراسم تر سره شول

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۱۶:۴۶
recitation

د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رهبري له لوري د مسلمانانو د دغه سپېڅلي کتاب د نزول په مناسبت د هیواد د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د دې وزارت مرستیالانو، د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز او د ریاست مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د پوهنتون په جامع جومات کې جوړ شول.

په دغو مراسمو کې د هیواد د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د دې برنامې له جوړوونکو څخه یې د مننې ترڅنګ یې د قرآن کریم د فضایلو او د هغه د نزول په اړه یې خبرې وکړې، چې په قران کریم کې زیات فضایل پراته دي او قران کریم یو روزنیز کتاب دی او د انسان د مزاج او فطرت او ژوند اړوند کلي او جزيي اصول پکې شتون لري او په ټوله کې قران کریم یو اعجاز امیزه کتاب او یوه معجزه ده، چې د بشر د لارښوونې په خاطر استول شوی دی.

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیر هم پدې مراسمو کې خبرې وکړې او په پیل کې یې د دې برنامې ګډوالو ته ښه راغلاست او همدارنګه یې د شرعیاتو پوهنځي څخه يې د روژې مبارکې میاشتې کې د قرانکریم نزول د نیک سنت د نمانځې په موخه یې مننه وکړه او دا یې د ثواب او فیض د تر لاسه کولو ښه فرصت یاد کړ.

دکتور عزیز وویل: قرانکریم د بندګانو لپاره نصیحت دی، د کفر، الحاد، نفاق او کینې، حسد او عناد څخه شفا ورکوونکی او د انسانانو لپاره د دنیا او اخرت لارښود او د مومنانو لپاره رحمت دی او مونږ ته د دې الله ج پدې کتاب د عمل توفیق راکړي.

د کابل پوهنتون رئیس همدارنګه زیاته کړه، د قرآن کریم احکام په هغه وخت کې په بشپړه توګه د تطبیق وړ دي، چې اسلامي حکومت او نظام شتون ولري او الحمد الله اوسنی نظام اسلامي اصولو او شریعت ته ژمن دی او له لوی خدای (ج) څخه غواړو، چې دغه نظام ته توفیق ورکړي ترڅو په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او د ژوند په ټولو برخو کې قراني احکام  په بشپړ ډول پلي کړي.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه د قرآن کریم د نزول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د قرآن کریم د اعجاز او فضایلو په اړه خبرې زیاتې دي او مونږ باید هڅه وکړو، چې د اسلام د لومړیو په څېر د قران کریم له لارښوونو څخه ګټه پورته کړو او هغه په خپل ژوند کې پلي کړو. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال زياته کړه، د قران کريم له آيتونو څخه څرګندېږي، چې دا کتاب د بشر په لاس ند ی لیکل شوی بلکې د الله تعالی له لوري راستول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې پدې غونډه کې د شرعیاتو پوهنځي او ځینو نورو استادانو هم په خپل وار سره د قران کریم د نزول د فضایلو او اعجاز په هکله خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

سه ژورنال علمی بین‌المللی پوهنتون کابل توسط مؤسسه نظارت و استناد علم و تکنالوژی جهان اسلام (ISC) ایندکس شدند

سه ژورنال علمی بین‌المللی پوهنتون کابل (ژورنال بین‌المللی علوم طبیعی، ژورنال بین‌المللی علوم اجتماعی و انسانی، و ژورنال بین‌المللی مطالعات اسلامی) به‌صورت رسمی از سوی مؤسسه نظارت و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

برگزاری ورکشاپ در مورد استفاده از هوش مصنوعی

ورکشاپی یک‌روزه تحت عنوان «تسهیلات هوش مصنوعی در تحقیقات علمی و چالش‌های آن در چارچوب اخلاقی» از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کابل برگزار گردید. این برنامه توسط ترینر مسلکی پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۲۰
Background image

برگزاری رقابت "کنفرانس تحقیقاتی سه‌دقیقه‌ای"

از سوی پوهنځی زراعت پوهنتون کابل، رقابت علمی تحت عنوان "کنفرانس تحقیقاتی سه‌دقیقه‌ای" میان محصلین این پوهنځی برگزار گردید.

در مرحله نهایی این رقابت، بیست تن از محصلین طی مدت یک ساعت. . .

برگشت به اخبار

گالری رسانه

۲۰۹۶ تن از محصلین پوهنتون کابل به سطح لیسانس فارغ شدند

پیشرفت‌های پوهنتون کابل پس از پیروزی

گزارش تصویری مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل:

پوهنځی انجنیری پوهنتون کابل

مولوی عبدالسلام حنفی صاحب معاون اداری ریاست الوزرای ا.ا.ا:

سخنرانی معاون سیاسی ریاست الوزرا محترم مولوی صاحب عبدالکبیر در مراسم جشن فراغت محصلین پوهنتون کابل:

از ۲۲ پوهنځی پوهنتون کابل ۲۳۰۸ تن محصلین به سطح لیسانس فارغ شدند جزیات بیشتر در راپور ویدیویی ذیل تماشا نمایید.

راپور ویدیویی از فعالیت ها و دستاوردهای پوهنځی کیمیا پوهنتون کابل در اینجا قابل مشاهده است.

پوهنځی علوم وترنری پوهنتون کابل. جزئیات بیشتر را در گزارش ویدیویی ذیل دنبال کنید.

گزارش ویژه از تاریخچه، دست آوردها و برنامه های آینده پوهنځی فزیک پوهنتون کابل:

گزارش مختصری از فعالیت های انجام شده پوهنتون کابل در ماه اسد.

گفتگوی ویژه با رئیس پوهنځی فارمسی جناب محترم دکتور آقا محمد ژکفر در خصوص دستاوردها و وضعیت عمومی پوهنځی مذکور: