په کابل پوهنتون کې د مرکز زون د کادري بستونو نوماندانو تخصصي ازموینه واخیستل شوه
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیر خواه، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د ریاست مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د کابل ، البیروني، غزني، پنجشیر، بامیان او پروان پوهنتونونو د علمي کادر د نوماندانو تخصصي ازموینه په کابل پوهنتون کې په یوې رڼه او عادلانه فضا کې واخیستل شوه.
په پيل کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د ازموینې په څرنګوالي خبرې وکړې او د پوهنځیو له مسوولینو، استادانو او د څارنې له کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د ازموینې بهیر په عادلانه ډول پرمخ یوسي او پدې بهیر کې روڼتیا او امانت په په پام کې ونیسي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه د ازموینې د اخیستو څخه د څارنې په لړ کې کې یې د پوره روڼتیا غوښتونکی شو او یادونه یې وکړه، چې د هیواد په پوهنتونونو کې د علمي کادر د ګمارنې معیار د نوماند خپله وړتیا او توانايي ده.
د برنامې پر بنسټ په پام کې ده، چې د مرکزي زون د پوهنتونونو د کادري بستونو د تخصصي ازموینې پایلې به د نجونو نوماندانو د تخصصي ازموینې د اخیستو څخه وروسته اعلان شي.