لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د پښتو ژبې او ژبپوهنې، همدارنګه د پښتو ادبیاتو په اړه څېړنې او مسلکي تخلیق، چې دا هر څه په عموم کې د افغانستان د دې رسمي او ملي ژبې په پېژندنه کې د ملي هویت په توګه او تر څنګ له نورو ژبو سره د سیالۍ په برخه کې مرسته کوي. پښتو ژبه د افغانستان د ملي او رسمي ژبې په توګه یوازې د یوه قوم ژبه نه دی، بلکې نور قومونه هم غواړي چې د افغانستان رسمي او ملي ژبه زده کړي.

ماموریت:

د پښتو ژبې او ادبیاتو د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د علمي او مسلکي ظرفیتونو د کچې لوړول، د استادانو او محصلانو لپاره د زده کړو د سالمې فضا رامنځته کول، په نویو معیارونو د تدریسي وسایل برابرول، د معیاري درسي نصاب جوړول او تطبیق، د کمي او کیفي پرمختګ په موخه له نړیوالو فرهنګي سټندردونو سره د محصلانو اشنایي، د ماسټرۍ تر کچې د محصلان د سویې لوړول او په ټوله کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم د هغو هڅو ترسره کول، چې له مخې به یې پښتو ډيپارټمنټ د ژبپوهنې او ادبیاتو په برخه کې په یوه باوري علمي مرکز بدله شي.

موخې:

د مسلکي کادرونو او د پښتو ژبې او ادبیاتو د متخصصانو روزنه، همدارنګه تر لیسانس پورته زده کړو په کچه د استادانو او محصلانو لپاره د زده کړو د سالمې فضا رامنځته کول ترڅو د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو وضعیت ورسره ښه شي. یا هم په عموم کې دغه پروګرام د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه د څېړنو، تخلیق، ژبې او ژبپوهنې په برخه کې د مسلکي او متخصصو خلکو د مهارتونو د پیاوړتیا او ودې لپاره فعالیت کوي.

اساسي موخې:

  • د پښتو ژبې او ادبیاتو د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
  • د پښتو ژبې او ادبیاتو د متخصصانو د اړتیا پوره کول؛
  • په علمي، زده‌کړه‌ییزو او څېړنیزو مرکزونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د کادرونو د علمي سویې لوړول؛
  • د فوق لیسانس په کچه د هغو کسانو لپاره زمینه برابرول چې غواړي په مسلکي توګه پښتو ژبه زده کړي؛
  • د هېواد د ملي او رسمي ژبې په توګه له علمي او مسلکي اړخه د پښتو ژبې غني کول؛

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: