لیدلوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د پښتو ژبې او ژبپوهنې، همدارنګه د پښتو ادبیاتو په اړه څېړنې او مسلکي تخلیق، چې دا هر څه په عموم کې د افغانستان د دې رسمي او ملي ژبې په پېژندنه کې د ملي هویت په توګه او تر څنګ له نورو ژبو سره د سیالۍ په برخه کې مرسته کوي. پښتو ژبه د افغانستان د ملي او رسمي ژبې په توګه یوازې د یوه قوم ژبه نه دی، بلکې نور قومونه هم غواړي چې د افغانستان رسمي او ملي ژبه زده کړي.
ماموریت:
د پښتو ژبې او ادبیاتو د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه د علمي او مسلکي ظرفیتونو د کچې لوړول، د استادانو او محصلانو لپاره د زده کړو د سالمې فضا رامنځته کول، په نویو معیارونو د تدریسي وسایل برابرول، د معیاري درسي نصاب جوړول او تطبیق، د کمي او کیفي پرمختګ په موخه له نړیوالو فرهنګي سټندردونو سره د محصلانو اشنایي، د ماسټرۍ تر کچې د محصلان د سویې لوړول او په ټوله کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم د هغو هڅو ترسره کول، چې له مخې به یې پښتو ډيپارټمنټ د ژبپوهنې او ادبیاتو په برخه کې په یوه باوري علمي مرکز بدله شي.
موخې:
د مسلکي کادرونو او د پښتو ژبې او ادبیاتو د متخصصانو روزنه، همدارنګه تر لیسانس پورته زده کړو په کچه د استادانو او محصلانو لپاره د زده کړو د سالمې فضا رامنځته کول ترڅو د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو وضعیت ورسره ښه شي. یا هم په عموم کې دغه پروګرام د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه د څېړنو، تخلیق، ژبې او ژبپوهنې په برخه کې د مسلکي او متخصصو خلکو د مهارتونو د پیاوړتیا او ودې لپاره فعالیت کوي.
اساسي موخې:
- د پښتو ژبې او ادبیاتو د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
- د پښتو ژبې او ادبیاتو د متخصصانو د اړتیا پوره کول؛
- په علمي، زدهکړهییزو او څېړنیزو مرکزونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د کادرونو د علمي سویې لوړول؛
- د فوق لیسانس په کچه د هغو کسانو لپاره زمینه برابرول چې غواړي په مسلکي توګه پښتو ژبه زده کړي؛
- د هېواد د ملي او رسمي ژبې په توګه له علمي او مسلکي اړخه د پښتو ژبې غني کول؛