د څارویو کلینیکي طب ماسټري برنامی

د څارویو کلینیکي طب، د طبي علومو یوه مهمه څانګه ده، چې د څارویو د بیلابیلو ناروغیو تشخیص، درملنې او مخنیوي سره سروکار لري. د څارویو کلینیکي طب دومره مخینه لري څومره چې تمدن ثبت شوي دی. د څارویو کلینیکي طب ځینې برخې پرته له شکه چی ډیره اوږده مخینه لري.

د طبي علومو دا مهمه برخه د څارویو د روغتیا په مرسته د انسان روغتیا تضمینوي. بیلابیلی ناروغی شتون لري چې څاروي ناروغه کوي، چې د هغو له جملې څخه ډیری یې زونوز یعنی د انسان او څاروي تر منځ ګډې ناروغۍ دي. که چیرې دا ډول ناروغۍ په ځانګړي وخت کې تشخیص، درملنه او د مخنیوی لپاره اداره نه شي، نو د څارویو د روغتیا او همدا رنګه د انسانانو او په ټوله کې د هیواد اقتصاد ته به بې شمیره زیان واړوي.

موخې:

  •  د هیواد په کچه د هغو متخصصو او مسلکي کادرونو روزنهُ، چې وکولی شي په ځانکړي وخت سره د بیلابیلو حیواني ناروغیو د درملنې او مخنیوي برنامې جوړې کړي.
  •  د ټولنې ستونزو ته په کتو سره د علمي څیړنو تر سره کول.
  •  د لوړو زده کړو د نهادونو په کچه د ځوانو کادرونو (استادانو) او د مسلک اړوند متخصصینو د ظرفیت کچې لوړول

د څارویو کلینیکی طب د ماسټری برنامه د لومړی ځل لپاره په 1398 کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له تصویب څخه وروسته د وترنری علومو پوهنځی د کلینیک په څانګه کې رامنځ ته شو.

ماموریت:

د څارویو د کلینیکي طب د ماستری برخې رسالت د هغو زده کړیالانو روزنه ده چې د یادې برنامې له بشپړولو وروسته وکولی شي د څارویو او انسان د روغتیایي برنامو په پیاوړي کولو کې فعاله ونډه واخلي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم