د پوهنځي په اړه
په چاپېريال کې ستونزې، ککړه هوا او ترې راپيداکېدونکې ناروغۍ په ګرده نړۍ کې هره ورځ بشري ژوند ګواښي او له امله يې هر کال زرګونه انسانان مري. د چاپېريال ځينې پېښې ناڅاپي وي او وړاندوينه او مخنيوی يې ستونزمن؛ لکه زلزله، سيلۍ او توپانونه، وچکالي، د اقليم بدلون او نور. خو د چاپېريال (هوا، اوبو، خاورې او ځمکې) ککړتيا، د اوزون طبقې نريکېدلو او د ځمکې کُرې د تودېدلو غوندې ځينې چاپېريالي پېښې له بشري فعاليتونو راپورته کېږي، چې ټولې د صنعتي فعاليتونو او له طبيعي زېرمو، د فوسليي انرژۍ له زېرمو او نانوېدونکې انرژۍ څخه په بېبريده کاراخيستنې سره رامنځته شوې دي. په نولسمه پېړۍ کې بشر په صنعت او ټېکنالوژۍ کې مهم کشفيات وکړل. بشر د صنعت او ټېکنالوژۍ تړلي ورونه يو په بل پسې پرانيستل، خو د بېدوامه صنعت د پراختيا او د نانوېدونکې انرژۍ د سرچينو د بېبريده کارونې ورانوونکو پايلو ته يې ونه کتل؛ دې بهير ورو ورو د ژوند چاپېريال داسې زيانمن کړ چې اوس يې رغول ناشوني ښکاري. که انسانان د چاپېريال د زياتېدونکې ککړتيا د عواملو مخه ونهنيسي او د پايدارې پراختيا پر اساساتو عمل ونه کړي، پايلې به يې خطرناکې وي.
په همدې خاطر لومړی د چاپېريال پوهنې ملي اداره رامنځته شوه چې د چاپېريالي پېښو خطرونه اداره او مخه يې ونيسي او هم د چاپېريال د ناڅاپي پېښو خطرونه راټيټ کړي. د هېواد پوهنتونونو او علمي بنسټونو د چاپېريال ورځ په ورځ زياتېدونکو ننګونو ته په کتو د چاپېريال پوهنې، طبيعي زېرمو، د پېښو د مدېريت پوهه خپره کړه، څېړنې يې وکړې او د دې څانګو ډيپارتمېنت يې جوړ کړ. همدغسې، د علمي ټولنې او کاري بازار اړتياو ته په کتو په ۱۳۸۸ لمريز کال کې په ځمکپوهنې پوهنځي کې د «چاپېريال ساتنه او د پېښو مدېريت» په نامه ډيپارتمېنت جوړ شو. دا ډيپارتمېنت په افغانستان کې د چاپېريال پوهنې او د پېښو د مدېريت لومړنی رسمي ډيپارتمېنت شو.
ورپسې د وخت له اړتيا سره سم د کابل پوهنتون د پراختيايي پلان او د اکاډميکو برخو د اختصاصي کولو پر بنسټ د کابل پوهنتون استادانو د لوړو زدهکړو وزارت په همکارۍ د چاپېريال پوهنې د خپلواک پوهنځي د جوړېدو وړانديز وکړ، چې د وزيرانو په شورا کې تصويب، او په کابل پوهنتون کې د چاپېريال پوهنې پوهنځی جوړ شو.