د پوهنځي په اړه
د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ملي ژبو د زده کړې تر څنګ د بهرنيو ژبو د زده کړې په برخه کې هم جدي پانګونه کېږي. ځکه د یو ملت د کلتور، رسم او ادب د پېژندلو یوازینۍ لار د هغه قوم ژبه زده کول دي.
د ادبیاتو پوهنځی چې د ادب د تاریخ او د فرهنګ په څرنګوالي کې یې لویې کړنې تر سره کړي د ۱۳۲۳ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه د کابل پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. دا مهال په کابل پوهنتون کې یوازې د طب، حقوق او ساینس درې پوهنځي وو. د دې پوهنځي موخه د څېړنې او لوړو زدهکړو له لارې د هېواد د ځوانو کادرونو روزنه او نړیوالو ته د هېواد د کلتور او تاریخ بیان او شرحه، په بېلا بېلو علمي او ادبي برخو کې د مجربو ښوونکيو روزنه د دې پوهنځي موخه وه.
د دې پوهنځي په لومړی تحصیلي پروګرام د پښتو ژبې د ادبیاتو تاریخ، د دری ژبې د ادبیاتو تاریخ، د پښتو ګرامر، د دری ګرامر، پښتو متون، پښتو ادبي فنون، دری ادبي فنون، فلسفه او اراواهپوهنه، عربي او انګلیسي ژبو څخه جوړ و، چې د وخت د پوهنې وزير په مشرۍ د يو باصلاحيته پلاوي لخوا تعين شوی و او د تدريس لپاره يې ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي (د پوهنځي رییس)، محمد کریم نزیهي، محمد اعظم ایازي، پاینده محمد زهیر،امین الله زمریالی، سرور ګویا، عبدالرووف بېنوا، عبدالحق بیتاب. غلام جیلاني جلالي، هاشم شایق افندي، امین میرزا قفقازي او شمشیر خان د استادانو په توګه وګمارل شول. د دې محدودو استادانو په درلودو سره د دې پوهنځي لومړيو محصلانو ته، چې د حبیبیې لیسې او د قندهار د احمدشاهي لیسې لس تنه فارغان و؛ د ۱۳۲۳ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه تدریس پیل شو.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۹ کال کې پر دوو پوهنځیو (د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی او د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځی) ووېشل شو.