د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ
پېژندنه
د دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۲۳ کال کې د ادبیاتو پوهنځي له تأسیس سره سم رامنځته شوه. هغه مهال د پښتو او دري ژبې او ادبیات په ګډه د یوې څانګې په چوکاټ کې تدریسېدل. د دې پوهنځي لومړنی ټولګی د حبیبیې لېسې او د کندهار د احمدشاهي لیسې لس تنه فارغان وو، چې د ۱۳۲۳ کال د تلې په لومړۍ نېټه یې درسونه پیل کړل.
په ۱۳۳۵ کال د ادبیاتو پوهنځي د پراختیا او امکاناتو له زیاتوالي او د غوره تخصصی زدهکړو لپاره د ښې زمینې برابرولو او د دري او پښتو ادبياتو د پراختيا لپاره دغه دواړې څانګې وبله بېلې شوې او د مستقلو څانګو په توګه يې فعاليت پيل کړ. «ادب علمي ـ اکاډمیکه مجله» د دري څانګې هغه مجله ده چې د دري ژبې او ادب په پراختیا او خپراوي کې مهمه ونډه لري او له څو لسیزو راهیسې خپرېږي.
اوسمهال د دري ژبې او ادبیاتو څانګه په درېیو جلا تحصیلي پروګرامونو (لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) کې ټولنې ته استادان، لیکوال، څېړونکي او ژباړونکي وړاندې کوي، چې په مختلفو دولتي او خصوصي سکټورونو، لکه: راډیو، تلویزیون، مطبوعات، نشراتو، ښوونځيو او نورو ادارو کې دندې ترسره کوي.
د دري ژبې او ادبياتو څانګه د هېواد په کچه یوازینۍ باوري څانګه ده، چې غواړي د باکیفیته او په ملي او نړیوالو معیارونو برابر تدریس له لارې د دولتي، فرهنګي او ادبي څانګو لپاره مسلکي او پوه کسان ټولنې ته وړاندې کړي او با کیفیته خدمات عرضه کړي.
د دري ژبې او ادبياتو څانګه ژمنه ده، چې د ادبپوهنې او ژبپوهنې په برخو او په نهایت کې د یوې باسواده ټولنې په لوري د هېواد د پرمختګ لپاره د مختصصو، محققو او علمي کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره د ښه کیفیت له غوره معیارونو څخه کار واخلي او فارغان يې د ادبياتو، ژبپوهنه، متنسمونه، څېړنه، ادبي او هنري اثارو په تخليق کې کار وکړي او په ادارو کې په فرهنګي او نشراتي برخو کې دندې ترسره کړي.
په ټوله کې د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د لیسانس دورې لپاره لاندې موخې لري:
- د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د څېړونکو، لیکوالو او ژباړنو روزل؛
- د دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د مسلکي ښوونکو روزل؛
- د افغانانو د فرهنګ او ژبو د پېژندنې او پراختيا لپاره کار کول؛
- په دري کې د نویو ادبي او ژبنیو نظریو دودَونه؛
- د تکړه ويندويانو روزل؛
- د نړۍ د بېلابېلو ژبو او ولسونو پر ادبياتو پوه متخصصان روزل؛
- د دري او د نړۍ د نورو ژبو ترمنځ پر پرتليزو څېړنو پوه او وړ متخصصانو روزل؛
- د دري ژبې او ادبياتو د پراختيا او دودونې لپاره د وفادارو او ژمنو متخصصانو روزل؛
- د دري ژبې او ادبياتو ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته محصلانو د شاملېدو لپاره زمينه برابرول.
د علمي کادر غړي
|
شمېره |
ايمېل |
د زدهکړو کچه |
تخلص |
نوم |
ګڼه |
|
93792912979 |
دوکتور |
حصاریان |
سید اکرامالدین |
|
|
|
93744328252 |
دوکتور |
فضل |
فضلالحق |
|
|
|
fazlamini@gmail.com |
93799350895 |
دوکتور |
امیني |
فضل احمد |
|
|
eshraqi@ku.edu.af |
93744572147 |
ماسټر |
اشراقي |
سید عليمحمد |
|
|
Sediqullah.kk@gmail.com |
93799249214 |
دوکتور |
کلکاني |
صدیقالله |
|
|
93788774970 |
ماسټر |
پویا |
عطامحمد |
|
|
|
sayedrawzatullahm@gmail.com |
93789606098 |
دوکتور |
مجید |
سید روضتالله |
|
|
nai.anjiriyan2@gmail.com |
93793187994 |
ماسټر |
نیستاني |
خواجهمحمد |
|
|
ataullhaq.rustamzada@gmail.com |
93702107015 |
ماسټر |
رستمزاده |
عطا الحق |
|
|
nik.naziri1@gmail.com |
93707884154 |
ماسټر |
نذیري |
نېکمحمد |
|
|
belal.hoshid@gmail.com |
93786445744 |
ماسټر |
منجهوري |
احمدبلال |
|
|
gulrahmansabir820@gmail.com |
93779943034 |
ماسټر |
صابر |
گلرحمن |
|
|
alishahab355@gmail.com |
989056831499 |
ماسټر |
شهاب |
محمدعلي |
|
|
shabir.arifzada@gmail.com |
93706060272 |
ماسټر |
عارفزاد |
شبیراحمد |
|