د بیولوژي پوهنځي په اړه

د بیولوژي اوسنی پوهنځی د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۲۱ لمریز کال کې د (بیولوژي ډیپارټمنټ) په حیث جوړ او فعالیت یې پیل کړ او د طبیعي علومو د منځته راتګ نظریه هغه مهال رامنځته شوه چې له یوه پلوه په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د زده کوونکو زیاتوالي له کبله د ښوونکو کمښت او له بله پلوه د طبیعي علومو په مختلفو څانګو کې د متخصصینو کمښت د صنعت د نسبي پرمختګ او پراختیا پر وړاندې د پام وړ وګرځېد، نو له دې کبله دا پوهنځی د یادو اړتیاوو له منځه وړلو لپاره د کابل پوهنتون د درېیم پوهنځي په توګه چې د ساینس فاکولته نومېده او وروسته بیا د طبیعی علومو په نوم ونومول شو، رامنځته شو.

په ساینس پوهنځي کې لومړنۍ ډله محصلین ۲۱ تنه وو، چې په ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو کې یې په زده کړو پیل وکړ. د طبیعې علومو د مختلفو څانګو متخصصان چې هغه مهال په مختلفو چارو، وزارتونو او یا دولتي مؤسسو او ادارو کې په لوړو پُسټونو پر کار بوخت وو، په دغه پوهنځي کې د تدریس لپاره وهڅول شول، ترڅو د هغوی په مرسته پوهنځی کار پیل کړي.

محصلینو هغه مهال په (کیمیا او بیولوژي) او (ریاضی او فزیک) دیپارټمنټونو کې زده‌کړې کولې. په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د پوهنځي په اکاډمیک جوړښت کې بدلون رامنځته شو او پر بنسټ یې، په تحصیلي نصاب کې هم اصلاحات راغلل او تحصیلي نصاب اختصاصي اړخ ځانته غوره کړ او په بېلابېلو څانګو کې د جلا ډیپارټمنټونو  د رامنځته کېدو لامل شو.

په کابل کې د داخلي جګړو پر مهال د ساینس پوهنځي ټول ډیپارټمنټونه او لابراتوارونه ړنګ شول، خو د ساینس پوهنځي د ریاست په هلو ځلو او د پوهنتون رهبرۍ، لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ او د نړیوال بانک په مرسته د بیولوژي ډیپارټمنت ودانۍ بیاځلي ترمیم شوه او یو شمېر لابراتوارونه د اړوندو تجاربو د تر سره کولو  لپاره محصلانو ته چمتو شول، خو لاهم په بشپړه توګه په کېمیاوي او بیولوژیکي موادو نه دي سمبال او بشپړولو لپاره یې هم د پوهنځي د رهبرۍ لخوا هر اړخیزې هلې ځلې روانې دي.

بیولوژي پوهنځی د یو خپلواک پوهنځي په حیث په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د مخکیني ساینس پوهنځي په وړانديز  د اکاډمیکو چارو انسجام ریاست او د وزارت رهبرۍ شورا په تایید او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په منظورۍ د فزیکي او اکاډمیکو شرایطو له بشپړولو وروسته د پوهنځي کچې ته پرمختګ وکړ او د ۱۳۹۵ لمریز کال څخه را په دېخوا یې په رسمي ډول د یوه خپلواک پوهنځي په توګه فعالیت پیل کړ.

دا پوهنځی اوسمهال دوه ډیپارټمنټونه (بوتاني او زولوژي) لري او په پام کې ده چې درېیم ډیپارټمنټ هم په راتلونکي کې رامنځته شي. په دغه پوهنځي کې د زده‌کړې موده څلور کاله ( اته سمستره) ده چې په لومړیو دوو سمسترونو کې د پوهنتون شموله مضامینو درس پکې ورکول کېږي او په وروستیو سمسترونو کې د رشتې اساسي او اختصاصي مضمونونه درس ورکول کېږي. د دغه پوهنځي استادان دوکتورا یا هم ماسټرۍ تحصیلي درجې لري او په تدریس، څېړنه، درسي پروګرامونو، درسي توکو او په کمېټو کې د ګډون فعاله ونډه لري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم