اداري تشبثاتو اومنجمنټ ډيپارټمنټ
د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې د لسانس او ماسټرۍ په تحصیلي کچو کې د علمي او مسلکي خدمتونو له مخکښو ډیپارټمنټونو څخه شمېرل کېږي. دغه ډیپارټمنټ د پوهنځي له نورو ډیپارټمنټونو سره د خپل ځانګړي تحصیلي جوړښت له مخې توپیر لري؛ ځکه چې فعالیتونه یې نه یوازې د یوې دودیزې تحصیلي رشتې په بڼه بلکې تر ډېره د یوه منظم، جامع او بازارمحوره تحصیلي پروګرام پر بنسټ تنظیم شوي دي. یاد ډیپارټمنټ د بېلابېلو تخصصي برخو له غوره او مجربو علمي کادرونو څخه جوړ دی چې پکې د منجمنټ، کاروبار، مالي، بازار موندنې مالي او تشبثات شامل دي. دغه علمي ترکیب د دې لامل ګرځېدلی چې ډیپارټمنټ د کاري بازار له اړتیاوو سره سم، معیاري او تطبیقي زدهکړې وړاندې کړي.
د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د اقتصاد پوهنځي تر چتر لاندې تأسیس شو او د هغه وخت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو سره د (اقتصاد تصدي) په نوم یادېده. وروسته، په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د هېواد د اقتصادي شرایطو او حالاتو له بدلون سره سم ددې ډیپارټمنټ نوم (منجمنټ او صنعت) ته واوښت. همدارنګه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د منجمنټ او صنعت ډیپارټمنټ د محاسبې له ډیپارټمنټ سره مدغم شو او نوی جوړ شوی تشکیلاتي واحد یو ځل بیا د (اقتصاد تصدي) په نوم ونومول شو. څو کاله وروسته د افغانستان د اقتصادي فضا د وسعت، بدلونونو او نوساناتو په پام کې نیولو سره، د اقتصاد تصدي ډیپارټمنټ د (منجمنټ او تشبثاتو ادارې) په نوم ونومول شو. د څانګې د وروستیو نومونو بدلون د نړیوالو اقتصادي بازارونو د رقابتي شرایطو او اړوندو اړتیاوو څرګندونه کوي. دا څانګه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د پوهنتونونو د ملاتړ او د بشري ځواک د پراختیا پروګرام په تخنیکي او مالي ملاتړ سره د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ نوم ته واوښت چې تر دې دمه پکې پیاوړي علمي کادرونه د هیواد تر ټولو ارزښتمنه پانګه یعنې بشري ځواک د معیاري پوهې، مسلکي مهارتونو، اړینو وړتیاوو او عملي تجربو په لرلو سره روزي او د اقتصادي پرمختګ د تحقق په موخه یې ټولنې ته وړاندې کوي.
لرلید
د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د کاروبار د ادارې په برخه کې د باکیفیته، تخصصي او ارزښتمحوره زده کړو برابرول، تر څو یو ژمن، نوښتګر، متشبث او خدمتمحوره نسل وروزل شي.
ماموریت
د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د باکیفیته زده کړو او کاروباري مهارتونو له لارې د محصلانو ځواکمن کول، تر څو د کاروبار اغېزناکه رهبري او مدیریت ترسره کړي؛ د ملاتړ کوونکي اکاډمیک چاپېریال رامنځته کول؛ د کار بازار له اړتیاوو سره د نصاب برابرول؛ د محصلمحوره ښوونیزو میتودونو پلي کول؛ له امارتي او خصوصي بنسټونو سره د رغنده همکاریو پراختیا او د دوامدارو ښوونیزو مهارتونو او ادارو پیاوړتیا.
-
د اصولو، صداقت، امانت دارۍ او ټولنې ته د خدمت پر بنسټ د کاروبار او تشبثاتو په برخه کې د نظري او عملي پوهې برابرول.
-
د حسنه اخلاقو او سالم تعامل سره په کاري چاپېریال کې د اغېزمنو او مسلکي اړیکو مهارتونو لوړول.
-
په ډلهییزو کارونو کې د محصلانو د لیاقت، عادلانه او مسوولیت منونکې رهبرۍ د مهارتونو لوړول.
-
د مسلکي اخلاقو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بازارموندنې، مالي چارو او بشري سرچینو مدیریت په برخو کې د نوښتګر او انتقادي تفکر له لارې د محصلانو ځواکمنول.
-
د بازارموندنې، مالي چارو او بشري سرچینو مدیریت په برخو کې د محصلانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړول.
-
د ديني، ملي ارزښتونو او اسلامي شعایرو ساتنه، درناوی او رعایت.
-
د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیزه پیاوړتیا.
-
د اخلاص، تقوا او د عباداتو د ترسره کولو د روحیې پیاوړتیا.
-
د متدینو، مسلکي او د اسلامي ارزښتونو ته ژمنو کادرونو روزنې ته پاملرنه.
-
د اسلامي ورورګلوۍ، یووالي، ترحم، همدردۍ، خدمت، متقابل درناوي او ایثار د روحیې پیاوړتیا.
-
په ژوند کې د شرعي احکامو د عملي کولو تر څنګ پر هغې د ټینګ باور پیاوړتیا.
-
د اړیکو د ټینګښت او ديني علومو سره د توازن د رامنځته کولو د روحیې پیاوړتیا.
د لسانس دورې تحصیلي نصاب
|
د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects |
||||||
|
ګڼه |
د مضمون ډول |
کریډټ |
د مضمون نوم په (پښتو) |
نام مضمون ( به دری) |
Name of Subject by (English) |
دمضمون کوډ |
|
۱ |
مسلکي |
۳ |
د مدیریت بنسټونه |
اساسات مدیریت |
Principles of Management |
ECBA 0118 |
|
۲ |
مسلکي |
۳ |
کاروبار پېژندنه |
آشنایی با تجارت |
Introduction to Business |
ECBA 0131 |
|
۳ |
مسلکي |
۳ |
د بازار موندنې بنسټونه |
اساسات بازاریابی |
Principles of Marketing |
ECBA0334 |
|
۴ |
مسلکي |
۲ |
کاروباري مفاهمه |
مفاهمه تجارت |
Business Communication |
ECBA0435 |
|
۵ |
مسلکي |
۳ |
د بشري سرچينو مدیریت |
مدیریت منابع بشری |
Human Resource Management |
ECBA0338 |
|
۶ |
مسلکي |
۳ |
سازماني چلند |
رفتار سازمانی |
Organizational Behaviour |
ECBA0436 |
|
۷ |
مسلکي |
۳ |
نړیوال کاروبار |
تجارت بین الملل |
International Business |
ECBA0540 |
|
۸ |
مسلکي |
۳ |
مالي مدیریت |
مدیریت مالی |
Financial Management |
ECBA0744 |
|
۹ |
مسلکي |
۳ |
د کاروباري مالوماتو شننه |
تحلیل ارقام تجارتی |
Business Data Analytics |
ECBA0755 |
|
۱۰ |
مسلکي |
۳ |
برېښنايي سوداګري |
تجارت الکترونیکی |
E-Commerce |
ECBA0539 |
|
۱۱ |
مسلکي |
۳ |
د بازارموندنې څېړنه |
تحقیقات بازاریابی |
Marketing Research |
ECBA0578 |
|
۱۲ |
مسلکي |
۳ |
مالي بازارونه او بنسټونه |
بازارها و نهادهای مالی |
Financial Markets & Institutions |
ECBA0548 |
|
۱۳ |
مسلکي |
۳ |
تشبثات |
تشبثات |
Entrepreneurship |
0542ECBA |
|
۱۴ |
مسلکي |
۳ |
ستراتيژيک مدیریت |
مدیریت ستراتيژيک |
Strategic Management |
ECBA0665 |
|
۱۵ |
مسلکي |
۳ |
د بشري سرچينو نړیوال مدیریت |
مدیریت منابع بشری بین الملل |
International HRM |
ECBA0563 |
|
۱۶ |
مسلکي |
۳ |
د بشري سرچينو ستراتېژیک مدیریت |
مدیریت ستراتيژيک منابع بشری |
Strategic HRM |
ECBA0873 |
|
۱۷ |
مسلکي |
۳ |
د ټولیز کیفیت مدیریت |
مدیریت جامع کیفیت |
Total Quality Management |
ECBA0561 |
|
۱۸ |
مسلکي |
۳ |
د پروژو مدیریت |
مدیریت پروژه |
Project Management |
ECBA0621 |
|
۱۹ |
مسلکي |
۳ |
مشري |
رهبري |
Leadership |
0874ECBA |
|
۲۰ |
مسلکي |
۳ |
پانګه اچونه |
سرمایه ګذاری |
Investment |
ECBA0549 |
|
۲۱ |
مسلکی |
۳ |
د څېړنې میتودولوژي |
روش تحقیق |
Research Methodology |
ECBA0645 |
|
۲۲ |
مسلکي |
۴ |
عملي کار |
کارآموزی |
Internship |
ECBA0743 |
|
۲۳ |
مسلکي |
۴ |
سیمینار |
سمینار |
Seminar |
ECBA0743 |
|
۲۴ |
مسلکي |
۶ |
مونوګراف |
مونوګراف |
Monograph |
ECBA0846 |