اداري تشبثاتو اومنجمنټ ډيپارټمنټ

 الف ـ د ډيپارټمنټ پېژندنه:

د مديريت او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د خدماتو په کولو کې يو مخکښ ډيپارټمنټ دی،ځکه د مديريت او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ د پوهنځي له نورو ډيپارټمنټونو سره توپير لري،ددې په نسبت چې يوه تحصيلي ډيپارټمنټ وي د يوې تحصيلي پروګرام سره ورته والی لري ،نوموړی ډيپارټمنټ د مالي مديريت او خطر ،د بشري سرچينو مديريت او بازار موندنې او تشبث د ښو کادرونو څخه جوړ شوی دی.

  د منجمنټ او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ په ۱۹۷۴ م کال کې د اقتصاد پوهنځي په ملاتړ جوړ شو او د کار بازار اړتيا ته په کتلو د اقتصاد د تصدۍ په نوم ياد شو،په ۱۹۹۲ م کال کې ددې ډيپارټمنټ نوم شرايطو او اقتصادي وضعيت ته په کتلو د منجمنټ او صنعت په نوم ياد شو.په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د منجمنټ او صنعت ډيپارټمنټ د محاسبې ډيپارټمنټ سره یو ځای شو. او دا نوې ډيپارټمنټ یوځل بیا اقتصادي تصدۍ په نوم ونومول شوه .خوله هغې څخه څو کاله وروسته د افغانستان په اقتصاد کې د نوښتونو د رامنځ ته کېدو ته په کتلو د اقتصادي تصدۍ ډيپارټمنټ په منجمنټ او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ باندې واوښت او دا نومونه په نړيوال اقتصادي بازار کې د شته رقابتونو سره اړيکه لري.

په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د يو ایس ايډ په تخنيکي او مالي ملاتړ د سوداګرۍ اداره د پوهنتونونو د ملاتړ او د افغانستان د بشري ځواک د پرمختيا په نوم د منجمنټ او اداري تشبثاتو په چوکاټ کې يو پروګرام جوړشو. په افغانستان کې وروستي اقتصادي بدلونونه د دې سبب شول ،تر څو د اقتصاد پوهنځی د افغانستان د اقتصاد په رهبري کولو کې رغنده رول ولوبوي.

  د اقغانستان اقتصادي پياوړتيا او رقابت د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي سره نه شلېدونکې اړيکې لري.

  په ځانګړي ډول دغه وړانديز شوی بدلون د منجمنټ او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ ته دا وړتيا ورکوي تر څو د افغانستان تر ټولو ارزښتمنه پانګه يعنې بشري ځواک د لازمو وړتياوو او مهارتونو په درلودلو سره و روزي او اقتصادي پياوړتيا ته د رسېدو لپاره يې ټولنې ته وړاندې کړي.

ب ـ د ډيپارټمنټ موخې:

لرليد:

  اقتصاد پوهنځي د منجمنټ او اداري تشبثاتو ډيپارټمنټ د کسب او کار د پراختيا لپاره د تشبثاتو مديريت،باکېفيته او تحقيقي زدکړو په برخه کې د رهبرۍ رول ته ژمن دي.

ماموريت:

  د کسب او کار د مهارتونو په وړاندې کولو سره د محصلانو د ځواکمنول او د تشبثاتو بريالۍ رهبري.دا ماموريت کولی شو د لاندې مواردو له لارې لاسته راوړو:

ـ د محصلانو لپاره د ملاتړ کوونکي اکاډميک چاپېريال برابرول؛

. د ټولنې اړتياوو ته په کتلو دتحصيلي نصاب پلي کول؛

. د محصل محوره تحصیلي کړنلارو په کار اچول؛

. د تشبثاتو او نورو بنسټونو سره ددوه اړخيزو اړيکو جوړول او ساتل

. د اوږد مهاله روزنیزو مهارتو سره د مصلانو بلدول.

ج. تړونونه(تواميتونه)

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لېسانس او د ادارې او تجارب ماسټرۍ پروګرامونو د تخنيکي ملاتړ او ظرفيت لوړونې په مخه د امريکا د Ball State University ترمنځ د همکارۍ تړون.

 د. تحصیلی نصاب (تخصصی مضامين)

 

38354

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain