د کابل او لغمان پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۷:۹
ku

د روان ۱۳۹۹ د سلواغې میاشتې په ۲۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون او لغمان پوهنتون ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزارت سټراټيژیک پلان او همدارنګه د کابل پوهنتون د بدلون پلان پربنسټ، چې د دې پوهنتون د رهبري له لوري جوړ شوی دی، د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو، د ګډو علمي څېړنو پراختیا او د تحصیلي کیفیت د لوړوالي په موخه  لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې هوکړه لیک د لاسلیک پدې برنامه کې خبرې وکړې او د لغمان پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار میرویس صدیقمل ته یې ښه راغلاست وویل او د ګډو همکاریو د زمینې په برابرېدو یې خوښي وښوده، ویې ویل د هیواد د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو درلودل ګټور او ارزښتمند دي او  دا یې د هیواد د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې ګټور وباله. ښاغلي بابري د دې هوکړه لیک پر اساس د دې بنسټ د تعهداتو پر عملي کېدو د تاکید ترڅنګ یې د کابل پوهنتون له لوري یې تعهد وکړ، چې  د لغمان پوهنتون سره به د هر ډول همکاریو  لپاره چمتو وي.

همدارنګه د لغمان پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار میرویس صدیقمل د لغمان پوهنتون سره د کابل پوهنتون رهبري هیئت د اماده ګیو ښودلو څخه مننه وکړه ویې ویل، چې کابل پوهنتون د هیواد د لوی پوهنتون په توګه د امکاناتو او اکاډمیکو چارو کې د تجربو او امکاناتو په لحاظ غني دی او  د دواړو پوهنتون ترمنځ د دې هوکړه لیک د موادو  پلي کول به د لغمان پوهنتون د لوړو زده کړو د رشد او کیفیت په لوړولو کې مثبت تاثیرات ولري. نوموړي د دې هوکړه لیک په ټولو مفادونو تاکید وکړ او د لغمان پوهنتون له لوري یې د دې په عملي کېدو لپاره اماده ګي اعلان کړه.

د دې هوکړه لیک موخه د علمي او څېړنیزو اړیکو جوړول، د ظرفیتونو د لوړاوي په موخه د زمینې برابرول او په دواړو بنسټونو کې د شته امکاناتو څخه ګټه پورته کول ښول شوي دي، چې د ګډو څېړنیزو برنامو پر بنسټ د ښوونیزو ورکشاپونو، په دواړو  علمي بنسټونو کې د شته امکاناتو او تسهیلاتو  څخه متقابله ګټه  او نورې اکاډمیکې همکاري به تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: