د کابل پوهنتون د رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه
د روان ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۲ نېټه د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د دې بنسټ د علمي، اداري او محصلینو چارو اړوندو مختلفو موضوعاتو په موخه د دې پوهنتون د علمي شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه.
دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په یاد تالار کې پيل، د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې شورا یو شمېر نورو غړو د ناستې په اجنډا لکه «د کب په ۱۵ د حضوري او پسرلني سمسټر درسونو پیل لپاره تیاري»، «د کابل پوهنتون د HELMS سیسټم او د غیر حضوري درسونو وړاندې کولو بهیر ارزونه»، «د کابل پوهنتون د بدلون پلان د پلي کولو څرنګوالی»، «د کابل پوهنتون کارمندانو لپاره د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له برېښنايي حاضري څخه ګټه اخیستنه»، «د زده کړې په اړه د تشبث تیا، کارموندنې، تر ګمارنې مخکې د کار مهارتونو زده کړه، د څېړنې میتود، د ملي یووالي، نظم او ډیسپلین پیاوړتیا په برخه کې د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان»، «د پوهنتون د محصلینو د مونوګراف د لیکلو او وړاندې کولو بهیر»، «د پوهنتون په شپه غالي کې د وړ محصلینو حضور او عدم حضور»، «د محصلینو معاونیت اړوند تقریبآ شپږ برنامې» او یو شمېر متفرقه موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه شریک کړل.
د ناستې غړو د پورته هرې موضوع په اړه تر خبرو وروسته د دې پوهنتون د قوانینو او لایحو په رڼا کې لازم تصمیم ونیوه او اړوندو برخو او مسوولینو ته یې د پورته پرېکړو د پلي کېدو لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رهبري پرېکړه وکړه، چې:د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړو پر بنسټ د روان سمسټر حضوري درسونه د کب میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شي او د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۵ نېټه د سمسټر د پای ازموینه واخیستل شي. د حضوري درسونو په پیل سره د کابل پوهنتون په لیلیه کې د ظرفیت نشتون له امله پدې لیلیه کې د درېمو تولګیو له محصلینو له حضور څخه معذرت غواړي او د دوی پر ځای د مختلفو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو مستحق متقاضیان، چې پخوا یې د لیلیې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي وو د پوهنځیو د سهمیې او د نومرو د فیصدي په پام کې نیولو سره معرفي کیږي. د محصلینو د خدمتونو امریت تطبیقي پلان تائید او همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه برېښنايي حاضري فعاله او د اوس لپاره د کابل پوهنتون د کارکوونکو داخېلېدل او وتل به د یاد امریت له لارې تر سره شي.