د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د کابل پوهنتون د محصلینو د شهادت د څلویښتي څخه د یادونې په موخه د قران کریم د ختم مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۲:۴
ku

د کابل پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې پېښې د شهیدانو د شهادت د څلويښتي څخه د یادونې په مناسبت، چې په هغه کې یو شمېر شهیدان او ټپیان شوي وو د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵ نېټه د سې شنبې په ورځ د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو په حضور کې د کابل پوهنتون په مرکزي ایډيټوریم کې د قرانکریم د ختم مراسم جوړ شول.

دا مراسم، چې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د پوهنتون د محصلینو اتحادیې د رییس او غړو، د دې پېښې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د غړو او د پوهنتون د محصلینو په ګډون جوړ شوي وو؛ دوه برخې لرلې لومړۍ برخه یې د قرانکریم ختم او دوهمه برخه کې ویناوې او د کابل پوهنتون د لړم دولسمې پېښې د شهیدانو لنډ مستند فلم او د شعر دکلمه درلوده.

پدې مراسمو کې د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین په پیل کې د دې مراسمو ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې مراسمو د جوړېدو په هکله یې د محصلینو د اتحادیې زحمتونو د ستاینې ترڅنګ د دې پېښې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خپله همدردي او خواخوږي څرګنده کړه. ښاغلي امین د لړم دولسمې پېښه یې یو دردوونکې، نه هېرېدونکي او وحشاینه وبلله، چې په هېڅ انساني معیار سره نده برابره او د تاریخ په ټولو دورو کې به محکومه وي. نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو په پای کې یادونه وکړه، چې ډېر ژر به په کابل پوهنتون کې د هغو محصلینو د شهادت لوړ مقام د یادونې په موخه منار یا نښان جوړ شي تر څو له دې لارې د هغوی یاد په کابل پوهنتون کې تل ژوندی وي.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس ښاغلي مصطفی ارین، د اتحادیې مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد علي مهدوي، د پېښې یو ټپي ښاغلي سجاد نجاتي، د شهید راهد امین خور بهیجې امین او د شهید محمد رووف پلار ډګروال ... د لړم دولسمې پېښې د شهیدانو او ټپیانو په استازیتوب او د علامه لوړو زده کړو موسسې استازې د دې برنامې د همکار په توګه په خپل وار سره خبرې وکړې او وروسته یوه ټوټه شعر د یو محصل له لوري د شهیدو محصلینو په اړه د استاد فانوس د وایلون غږېدو په هکاري دکلمه شو.

دا برنامه د ماسپښین په ۱:۳۰ پیل او هیواد ته د خیر او کامیابي د دعا په کولو سره د ماسپښین په ۵ بجو پایته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: