پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!
د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره خپرېږي.
اوسمهال قدرمن استادان او څېړونکي کولای شي خپلې پښتو او دري علمي مقالې، له نړیوال اعتبار سره خپرې کړي.
د لا زیاتو معلوماتو، د لیکوالانو د لارښود لوستلو او د مقالې لېږلو لپاره، د ژورنالونو رسمي وېبپاڼو ته مراجعه وکړئ:
🔗 د ټولنیزو علومو علمي-څېړنیزه مجله:
🔗 د طبیعي علومو علمي-څېړنیزه مجله:
