په کابل پوهنتون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځيني کمپاین مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۳:۵۶
dasde

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځيني کمپاین مراسم د نوامبر د ۲۵ څخه د یادونې په موخه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي نړۍ الې ورځې څخه د یادونې په موخه د روان ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې په ۵ نېټه د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال، د کابل پوهنتون رییس او یو شمېر استادانو، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو رییسانو او کارکوونکو په ګډون د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې جوړ شول.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر پدې غونډه کې خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو ۱۶ ورځیني کمپاین په جوړېدو یې خوښي وښوده، ویې ویل: په خواشینۍ سره زمونږ په ټولنه کې تاوتریخوالی په مختلفو ډولونو سره تر سره کیږي، چې له هغې ډلې څخه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې یو هغه دی، ولې د خوښي ځای دی، چې پدې وروستیو کلنو کې د معارف او لوړو زده کړو په برخو کې د ښځو او نجونو حضور ته زیاته زمینه برابره شوې ده. نوموړي وویل، چې په زده کړه سره کولای شو د تاوتریخوالي شومې پدي باندې بریالي او له هغې لارې کولای شو ټولنیزه پوهه لوړه او کولای شو ټولنیزو کړنو ته هم بدلون ورکړو. ښاغلي بصیر د دین د تاوتریخوالي په هکله نازل شوي ایات ته په اشاره وویل، چې د ښځې توهین او تحقیر، د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی او د ښځې وهل او ډبول د اسلام له نظره منعه دي او حتی د انساني کرامت مخالف دي. په خواشيني سره د دین د اصولو څخه د سم درک نشتون د تاوتریخوالي سبب شوی، چې د درک پیاوړتیا او د ټولنیز ظرفیت لوړوالی د علم او پوهې د تر لاسه کولو  څخه بغیر امکان نلري.

دکتور بصیر د لوړو زده کړو وزارت د وروستیو برنامو په پلي کېدو خوښي وښوده او د جندر د سټراټيژي ترتیب او پلي کېدل، د تبعیض پروړاندې د مبارزې پالیسي، د لوړو زده کړو په بنسټونو کې جنسیتي زورونې، چې اوس د لوړو زده کړو بنسټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په پالیسي هم کار روان دی ترڅو څنګه وکولای شو د ښځو پر وړاندې منفي تفکر ته بدلون ورکړو او د لوړو زده کړو بنسټ څخه د تبعیض او تعصب ډولونه له منځه یوسو. دکتور بصیر ټیګار وکړ، چې په تحصیلي بنسټونو کې د علم زده کړې ترڅنګ ، فرهنګ جوړونه، د ځوانانو په زړونو کې د مینې تخم کرل او همپالنه د لوړو زده کړو ټولنې له بنسټیزو دندو څخه ده، چې د رهبري او د پوهنتونونو او استادانو رول مهم او ګټور دی. ښاغلي بصیر په پای کې وویل، که لوړې زده کړې ونکولای شي، د تاوتریخوالي کلتور د تحمل په کلتور بدل کړي، خپل کار یې په سم شکل ندی تر سره کړای. زمونږ دنده د نورو علومو د زده کړې ترڅنګ د چلند زده کړه هم ده.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري هم پدې غونډه کې خبرې وکړې او د ې غونډې ته یې د لوړو زده کړو وزیر او نورو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځيني کمپاین جوړېدو باندې خوښي وښوده، د ډول- ډول تاوتریخوالو په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی يې په هیواد کې یوه شومه پدیده یاده کړه او د هغې ریښه یې په هیواد کې د دردوونکي واقعیت لکه: ټولنیز او اقتصادي وروست والی، ناسم سنتي کلتورونه او وروستۍ جګړې یادې کړې. ښآغلي بابري د مختلفو ډولونو د تاوتریخوالي له منځه وړلو کې بنسټیز رول د کورنیو، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو یاد کړ او د خپلو خبرو په پای کې یې هیله وښوده تر څو یوه ورځ په هیواد کې د تاوتریخوالي په ځانګړي توګه د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی پای ومومي او د دې کمپاین له جوړوونکو څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د ښځو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رییسې مېرمن نفیسې کوهستاني پدې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې پیغام په لوستلو سره یې ټول خلک په ځانګړي توګه د هیواد د لوړو زده کړو ټولنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځیني کمپاین ته وبلله.

دا غونډه، چې د سهار په ۹:۳۰ پیل د موسیقي په غږېدلو او د تیاتر په نندارې سره د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۴۶
Background image

د ا.ا.ا محترم رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا غونډه کې ګډون وکړ

د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د زمري ٢٤مې د وياړلې فتحې په مناسبت، يوه علمي - ثقافتي غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې د دې پوهنتون محصلينو د علم او هنر په ژبه د اشغالګرو پر وړاندې د مبارک جهاد بریا ونمانځله.

د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزير د دې پرتمينې غونډې ځانګړی مشر ميلمه و چې د محصلينو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۴۰
Background image

New Issue Published – Journal of Social Sciences and Humanities, Vol. 2, Issue 3 (2025)

The Journal of Social Sciences and Humanities (JSSH) is pleased to announce the release of Volume 2, Issue 3 (2025). This issue features ten peer-reviewed articles that explore a broad. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو