په کابل پوهنتون د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ ولمانځل شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۹:۵۳
البل

په کابل پوهنتون کې د رواني روغتیا نړۍ واله ورځ، چې د اکتوبر لسمه او د روان لمریز کال د تلې میاشتې له ۱۹ نېټې سره برابره ده، د یوې غونډې په لړ کې ولمانځله.

دا غونډه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۰نېټه د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درمنلې مرکز مسوولانو له لوري د دې مرکز د غونډو په تالار کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس، د دې پوهنځي استادانو، د کابل پوهنتون  مشاورې او رواني درملنې مرکز مسوولانو او استادانو، د یو شمېر محصلینو او رسنیو استاذو په ګډون جوړه شوې وه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس پوهنوال ستارالدین صدیقي، د دې پوهنځي د مشاورې او رواني څانګې مرستیالې پوهنملې مریم احمدي، د ارواپوهنې څانګې آمر پوهندوی ذبیح الله صدیقي او د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز مسوول او ارواپوه استاد نعمت الله شاداب پدې غونډه کې خبرې وکړې او د دې برنامې ګډون کوونکو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ هر یوه د دې غونډې په جوړېدوخوښي وښوده او په رواني اختلالاتو د افغانانو د اخته کېدو اندازه او د هغو حل لارې، د رواني روغتیا نشتوالي اغیزې، په کابل پوهنتون او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې د رواني مشاورې مرکز اهمیت او اړتیا او د دې مرکز ارتقا، د ټولنې په روغتیايي روان باندې د کووید۱۹ ویروس اغېزې، د کابل پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مرکز رول او دندې او ... په موضوعاتو یې خبرې وکړې او تر پخوا یې د دې مرکز په پیاوړتیا تاکید او خبرې وکړې.

نوې شمېرې ښيي، چې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د رواني روغتیا د حرکت وضعیت د اندېښنې وړ دی. په وروستیو کلنو کې د رواني اختلالاتو زیاتوالي ځانته د روغتیا د برخې پاملرنه اړولې ده او په کموالي کې یې زیاتې هڅې شوي دي، چې پدې کې د کابل پوهنتون د رواني درملنې او مشاورې مرکز له خپل تاسیس د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشت نه تر اوسه دمحصلینو لپاره د مشاورې او رواني درملنې خدمتونه، د اروا پوهنې اړوندو محصلینو پوهې او ظرفیت لوړولو په برخه کې د سمینارونو او ورکشاپونو جوړول، د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو لپاره د مهارتونو ورزده کول، انفرادي او ګروپي مشورې ورکول، د مطالعې برنامې او ... په برخه کې هڅې کړي دي.

دا  برنامه، چې د سهار په ۱۰ په لسو بجو پیل او د غرمې په ۱۲ بجو هیواد ته د خیر او کامیابي په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: