د لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره علمي او فکري زده کړو روزنیز ورکشاف جوړ شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۸:۲۰
135

د  مرکز او ولایتونو لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره  دوه ورځینی علمي او فکري روزنیز ورکشاپ د روان کال وږي میاشتې په ۶نېټه په کابل پوهنتون کې جوړ شو.

نوموړی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو، اطلاعاتو او خپرونو ریاست لخوا په لاره اچول شوی،  په دې سمینار کې د مرکز او ولایتونو ټولو تحصیلي بنسټونو مسؤلین برخه اخیستې ده.

ددې سمینار موخه د مرکز او ولایتونو خپرونو مسؤلینو د کړنو همغږي او د علمي ظرفیت کچه لوړېدل بلل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو او خپرونو رئیس ښاغلي سلیمان شریفي ګډونوالوته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه؛ چې له دې علمي برنامې څخه  ګټه ترلاسه کړي.

 د لوړو زده کړو علمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه د دوښمن تبلیغاتي جګړې او دروغو خپرولو په اړه خبرې وکړې او له ټولو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه؛ چې په واقعي توګه د هېواد تحصیلي بنسټ لاسته راوړنې او پرمختګونه  ولس ته وړاندې کړي او له دروغو او بیځایه خبرو څخه دې ډه ډه وکړي.

د ا.ا.ا ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمي  په یاد سمینار کې د نظام د خپرونو پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې په  رسنیزو چارو کې د خپرونو پالیسۍ عمده ټکو لکه له بېځایه او دروغوخبرو، بې احترامۍ څخه په کلکه ډه ډه وکړي او د ملي یوالي رامنځ ته کېدل، استدلال، منطق او اسلامي اصول او اساسات دې په پام کې ونیسي.

د یاد ورکشاف په لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي دوه تنه استادانو هر یو: ښاغلي پوهنوال شفیق وردګ د خبر د معیارونو او ارزښت او ښاغلي پوهنیار ننګیالی ننګیال د ویډیو ګرافیک په اړه خپل پرزنتشن وړاندې کړل؛ چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ و ګرځېدل او دهغوی پوښتنې یې هم ځواب کړې.

همدارنګه دورکشاپ په لومړۍ ورځ د کابل طبي پوهنتون خپرونو آمر ښاغلي صبغت الله ساجد د اسلامي رسنیو اخلاق او ویډیویي راپورونو په اړه او د باختر خبري آژانس رئیس ښاغلي مولوي ضیا ء الحق حقمل د خپرونو په برخو کې خبرې او لازمي سپارښتنې وکړې.

نوموړی ورکشاپ نن ورځ هم جریان لري او په پام کې ده؛ چې په پای کې به ګډونوال د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د خپرونو په برخه کې د ستونزو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه دلوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۴
Background image

"د چاپېریال او هوا په پاکوالي کې د ځنګلونو ونډې" تر عنوان لاندې ورکشاپ دائر شو

یاد  وركشاب د كابل پوهنتون د چاپېریالپوهنې پوهنځي لخوا د محصلینو د پوهې لوړولو او د ځنګلونو د ارزښت په اړه د علمي بحثونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و، چې د چاپېریال پوهنې پوهنځي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۸:۴۰
Background image

د محصلینو د ظرفیت لوړونې لنډمهاله دورې پیل شوې

د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د مهارتونو د تقویې په موخه، د تيرکال په څېر، د ژبني مهارتونو، کمپيوټري مهارتونو او د ويناوالۍ مهارت په برخو کې لنډمهاله تقويتي دورې پيل شوې، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال (مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل) نوې ګڼه پرلیکه شوه!

د کابل پوهنتون د شرعي علومو نړیوال ژورنال، په ویاړ سره د خپل د اول ټوک، درېیمه ګڼه د 1446 کال لپاره پرلیکه کړه.

یاد ژورنال ته نړیوال ISSN نمبر او د کراسریف نړیوالې ټولنې (CrossRef) له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.