د لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره علمي او فکري زده کړو روزنیز ورکشاف جوړ شو

د مرکز او ولایتونو لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره دوه ورځینی علمي او فکري روزنیز ورکشاپ د روان کال وږي میاشتې په ۶نېټه په کابل پوهنتون کې جوړ شو.
نوموړی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو، اطلاعاتو او خپرونو ریاست لخوا په لاره اچول شوی، په دې سمینار کې د مرکز او ولایتونو ټولو تحصیلي بنسټونو مسؤلین برخه اخیستې ده.
ددې سمینار موخه د مرکز او ولایتونو خپرونو مسؤلینو د کړنو همغږي او د علمي ظرفیت کچه لوړېدل بلل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو او خپرونو رئیس ښاغلي سلیمان شریفي ګډونوالوته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه؛ چې له دې علمي برنامې څخه ګټه ترلاسه کړي.
د لوړو زده کړو علمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه د دوښمن تبلیغاتي جګړې او دروغو خپرولو په اړه خبرې وکړې او له ټولو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه؛ چې په واقعي توګه د هېواد تحصیلي بنسټ لاسته راوړنې او پرمختګونه ولس ته وړاندې کړي او له دروغو او بیځایه خبرو څخه دې ډه ډه وکړي.
د ا.ا.ا ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمي په یاد سمینار کې د نظام د خپرونو پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې په رسنیزو چارو کې د خپرونو پالیسۍ عمده ټکو لکه له بېځایه او دروغوخبرو، بې احترامۍ څخه په کلکه ډه ډه وکړي او د ملي یوالي رامنځ ته کېدل، استدلال، منطق او اسلامي اصول او اساسات دې په پام کې ونیسي.
د یاد ورکشاف په لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي دوه تنه استادانو هر یو: ښاغلي پوهنوال شفیق وردګ د خبر د معیارونو او ارزښت او ښاغلي پوهنیار ننګیالی ننګیال د ویډیو ګرافیک په اړه خپل پرزنتشن وړاندې کړل؛ چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ و ګرځېدل او دهغوی پوښتنې یې هم ځواب کړې.
همدارنګه دورکشاپ په لومړۍ ورځ د کابل طبي پوهنتون خپرونو آمر ښاغلي صبغت الله ساجد د اسلامي رسنیو اخلاق او ویډیویي راپورونو په اړه او د باختر خبري آژانس رئیس ښاغلي مولوي ضیا ء الحق حقمل د خپرونو په برخو کې خبرې او لازمي سپارښتنې وکړې.
نوموړی ورکشاپ نن ورځ هم جریان لري او په پام کې ده؛ چې په پای کې به ګډونوال د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د خپرونو په برخه کې د ستونزو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه دلوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.