د لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره علمي او فکري زده کړو روزنیز ورکشاف جوړ شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۸:۲۰
135

د  مرکز او ولایتونو لوړو زده کړو وزارت بنسټونو مسؤلینو لپاره  دوه ورځینی علمي او فکري روزنیز ورکشاپ د روان کال وږي میاشتې په ۶نېټه په کابل پوهنتون کې جوړ شو.

نوموړی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو، اطلاعاتو او خپرونو ریاست لخوا په لاره اچول شوی،  په دې سمینار کې د مرکز او ولایتونو ټولو تحصیلي بنسټونو مسؤلین برخه اخیستې ده.

ددې سمینار موخه د مرکز او ولایتونو خپرونو مسؤلینو د کړنو همغږي او د علمي ظرفیت کچه لوړېدل بلل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو او خپرونو رئیس ښاغلي سلیمان شریفي ګډونوالوته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه؛ چې له دې علمي برنامې څخه  ګټه ترلاسه کړي.

 د لوړو زده کړو علمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه د دوښمن تبلیغاتي جګړې او دروغو خپرولو په اړه خبرې وکړې او له ټولو مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه؛ چې په واقعي توګه د هېواد تحصیلي بنسټ لاسته راوړنې او پرمختګونه  ولس ته وړاندې کړي او له دروغو او بیځایه خبرو څخه دې ډه ډه وکړي.

د ا.ا.ا ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمي  په یاد سمینار کې د نظام د خپرونو پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې په  رسنیزو چارو کې د خپرونو پالیسۍ عمده ټکو لکه له بېځایه او دروغوخبرو، بې احترامۍ څخه په کلکه ډه ډه وکړي او د ملي یوالي رامنځ ته کېدل، استدلال، منطق او اسلامي اصول او اساسات دې په پام کې ونیسي.

د یاد ورکشاف په لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي دوه تنه استادانو هر یو: ښاغلي پوهنوال شفیق وردګ د خبر د معیارونو او ارزښت او ښاغلي پوهنیار ننګیالی ننګیال د ویډیو ګرافیک په اړه خپل پرزنتشن وړاندې کړل؛ چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ و ګرځېدل او دهغوی پوښتنې یې هم ځواب کړې.

همدارنګه دورکشاپ په لومړۍ ورځ د کابل طبي پوهنتون خپرونو آمر ښاغلي صبغت الله ساجد د اسلامي رسنیو اخلاق او ویډیویي راپورونو په اړه او د باختر خبري آژانس رئیس ښاغلي مولوي ضیا ء الحق حقمل د خپرونو په برخو کې خبرې او لازمي سپارښتنې وکړې.

نوموړی ورکشاپ نن ورځ هم جریان لري او په پام کې ده؛ چې په پای کې به ګډونوال د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د خپرونو په برخه کې د ستونزو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه دلوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د کمپیوټرساینس بنسټیز مهارتونه، ګرافیک ډیزاین، نیټورک، GIS, SPSS, ریموټ سنسنګ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۱
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دائر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: