د پوهنځي په اړه
په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ځانګړي او مسلکي پرسونل د روزنې په موخه د اقتصادي لوړو زدکړو فکر په هېواد کې د پينځه کلن اقتصادي او ټولنيز پلان شوي سيستم د مطرح کېدو او منل کېدو څخه وروسته منځ ته راغی. د همدې لپاره د هغه وخت پوهنې وزارت له لوري د داسې يوې مؤسسې د تشکيل لپاره د يو شمېر استادانو او متخصصانو يوه ګډه کمېټه جوړه شوه او د يادې کمېټې نظر د پوهنتون عالي شورا له تائيد څخه وروسته اړوند مقاماتو ته وړاندې شوه ،چې د هغې پر بنسټ په ۱۳۳۶ ه ش ۱۹۵۷ م د افتصادي زده کړو مؤسسه د اقتصاد انسټېټيوټ په نوم د يو فرمان په صادرېدو منظوره شوه،چې په هماغه کال يې يوازې درېم ټولګی درلوده،چې ۲۰ محصلا نو په کې زده کړې کولې،د تأسيس په لومړي کال يې څلور استادان درلوده، په داسې حال کې چې نوموړې مؤسسې په خپل جوړښت کې اته استادان اته مدرسين او اته اسسټانټان درلودل. په هماغې کال کابل پوهنتون د درس دطرحې او پراختيا لپاره اتريشي عالم پروفيسور فونمن د مشاور په توګه و ګوماره.د يادونې وړ ده چې نوموړی انسټيتيوټ يو کال وروسته د پوهنتون د پوهنځيو په کتار کې شامل شو.
د پوهنځي د علمي پراختيا لپاره د استادانو د لازم وړانديز څخه وروسته په ۱۳۳۷کال محصلین لومړي ټولګي ته جذب شول،چې په هماغه کال د محصلینو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېده. د يادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځي تر ۱۳۴۰ ه ش کال پورې د حقوقو پوهنځي سره ګډ درسي پروګرام درلوده،په ۱۳۴۰ ه ش تعليمي کال په پيل کې يې لومړی او دويم ټولګی له حقوقو څخه بيل او مستقل درسي پروګرام يې پيل کړ.
اقتصاد پوهنځي په ۱۳۴۱ ه ش کال کې د المان د کولن پوهنتون اقتصاد پوهنځي سره د تړون (تواميت ) تړون لاسليک کړ.په ۱۳۴۵ کال کې د المان د بوخو او بن پوهنتون په دې تړون کې شامل شول.
د يادونې وړ ده ،چې په ۱۳۳۹ ه ش کې ( اقصادي څېړنې ) مجله د ياد پوهنځي د نشراتي ارګان په توګه خپره شوه.
پوهنځی د تأسيس له ورځې څخه تر اوسه پورې د اقتصاد په بېلابېلو ډيپارټمنټونو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او د څلور کلنو درسي پروګرامونو په لړ کې يې لس زره فارغان ټولنې ته وړاندې کړي.
اقتصاد پوهنځی په اوس وخت کې د لېسانس په کچه د ورځې په برخه کې پينځه څانګې او د شپې په برخه کې درې څانګې لري او د اقتصاد او مديريت په برخه کې د ماسټرۍ دوه پروګرامونه لري ،چې ټولنې ته علمي کادرونه وړاندې کوي.