د پوهنځي په اړه
په هېواد کې د پنځه كلن اقتصادي او ټولنيز پلان شوي سيستم د مطرح کېدو او منل کېدو څخه وروسته په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ځانګړي، مسلکي پرسونل د روزنې په موخه د اقتصاد په برخه کې د لوړو زدکړو د فکر د پیدا کېدو سره سم د هغه وخت پوهنې د داسې یوې مؤسسې د تشکیل لپاره د یو شمېر استادانو او متخصصانو يوه ګډه کمېټه جوړه شوه، د يادې کمېټې او وزارت له لوري یاد نظر د پوهنتون عالي شورا له تائید څخه وروسته اړوند مقاماتو ته وړاندې شو چي د هغي پر بنسټ په ۱۳۳۶ هـ. ل او ۱۹۵۷م کال کې د اقتصادي زده کړو مؤسسه د اقتصاد انسټېټيوټ په نوم د یو فرمان په صادرېدو سره منظوره شوه په هماغه کال يې يوازې درېیم ټولکی درلود چې ۲۰ تنه محصلینو په کې زده کړې کولې، د تأسیس په لومړي کال يې څلور استادان درلودل په داسې حال کې چې نوموړې مؤسسې په خپل جوړښت کې اته تنه استادان اته تنه مدرسین او اته تنه اسستانتان درلودل په همغه کال کابل پوهنتون د درس د طرحي او پراختیا لپاره اتريشي عالم پروفیسور فونمن د مشاور په توګه و ګماره. د يادونې وړ ده چې نوموړی انسټېتيوټ يو کال وروسته د پوهنتون د پوهنځیو په کتار کي شامل شو.
د پوهنځي د علمي پراختيا لپاره د استادانو د لازم وړاندیز څخه وروسته په ۱۳۳۷ هـ ل کال محصلين لومړي ټولګي ته جذب شول، چې په همغه کال د محصلينو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد د يادونې وړ ده چې اقتصاد پوهنځی تر ۱۳۴۰ هـ. ل کال پورې د حقوقو پوهنځي سره ګډ درسي پروگرام پر مخ بیوه، خو په ۱۳۴۰ هـ. ل کال په پیل کې یې لومړی او دويم ټولګي له حقوقو څخه بیل او مستقل درسي پروگرام یې پيل کړ.
اقتصاد پوهنځي په ۱۳۴۱ هـ. ل کال کي د آلمان د کولن پوهنتون اقتصاد پوهنځي سره د پیوستون توامیت ترون لاسلیک کړ، په ۱۳۴۵ هـ. ل کي د آلمان د بوخو او بن پوهنتون په دې ترون كي شامل شول. د يادونې وړ ده، چې په ۱۳۳۹ هـ. ل كي ( اقنصادي څېړني ) مجله د ياد پوهنځي د نشراتي ارګان په توګه خپره شوه. پوهنځی د تأسيس له ورخي څخه تر اوسه پورې د اقتصاد په بېلابېلو ډیپارټمنټونو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او د څلور کلنو درسي پروګرامونو په لړ کې یې لس زره فارغان ټولني ته وړاندې کړي دي. اقتصاد پوهنځی په اوس وخت کې د لېسانس په کچه د ورخي په برخه کې پينخه ځانګي او د شپې په برخه کې درې څانګې لري او د اقتصاد او مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ دوه پروګرامونه لري چي ټولني ته علمي كادرونه وړاندې کوي.
