د کابل پوهتنون د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۵:۵۳
img_8551

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د روان کال د مرغومي(جدي) پر یوویشتمه د سې شنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې وشوه. په نوموړې غونډه کې چې د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه د استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت، د یو شمېر استادانو پر تقرر اوانفکاک، د ځینو ډيپارټمنټو د چارو پر انسجام او په اجنډا کې شاملو  نورو بېلابېلو موضوع ګانو باندې بحث او په اړه یې پرېکړې وشوې.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز د جلسې د پرانیستنې په وینا کې د استادانو  لخوا د علمي مقالو د او تقریظلیکنې د کاردود(طرزالعمل) پر پامنیوي، د پوهنځيو لخوا د کیفیت  لوړونې پر چارو، پر علمي څېړنو او علمي کانفرنسونو پر کیفیت ټينګار وکړ. نوموړي همدارنګه له هغو استادانو؛ چې د وروستیو بدلونونو له امله له هېواده وتلي دي، په ټینګه وغوښتل چې بې له هر ډول  ډار او ستونزې خپل هېواد ته راستانه او د هېوادوالو په تېره د ځوانانو خدمت ته لاس په کار شي.

د علمي شورا په  دې نوبتي غونډه کې د استادانو د علمي ترفېع  پر دولسو، د علمي رتبې د تثبیت پر دوو او د مقررۍ و انفکاک پر څلورو، څلورو دوسیو بحث وشو او د هرې یوې په  اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: